Language

په هلمند کې د لسو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

لښكرګا (پژواك ۲۴ ليندۍ ۹۲) : د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې د پوليسو له خوا په  تر سره شويو عملياتو كې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولاويت د پوليسو د لومړي كنډك قوماندان سمونوال عبدالستارنورزي دليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا عمليات تېره ورځ د ګرشك ولسوالۍ اړونده د نهرسراج د كاكړانو، باغرانيانو او بلوڅانو په سيمو كې ترسه شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې ددې عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور  ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې يو ځانمرګى بريدکوونکى او دوه قوماندانان هم شامل دي.

نورزي وويل ، چې دوه طالبان ژوندي هم نيول شوي او د دوى له زندان څخه دوه ملکي وګړي خوشې کړاى شوي دي.

د قوماندان په وينا، له دوى څخه يو شمېر وسلې ، مهمات او ماينونه هم ترلاسه شوي دي.

بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې يې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد کړى، چې له امله يې دوه ټانګونه ويجاړ او اتو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند وايي، چې په واشېر کې چاودنه شوې ، خو زياتوي چې هلته امنيتي ځواکونه نشته.

Related Topics