کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): سوېلي کوريا له افغانستان سره د ښځو حقونو د پياوړتيا په ګډون د پراختيايي پروژو لپاره ٤٣ ميليونه ډالره مرسته وکړه.
دغه مرسته د ملي پراختيايي لومړيتوبونو له مخې، چې د افغانستان د دولت له لوري ځانګړي شوي، د ياد هېواد له لوري ترسره شوه او په راتلونکو درېيو کلونو کې به په افغانستان کې لګول کېږي.
په کابل کې د سوېلي کوريا سفير يانګ چيول چا (H.E Young Cheol Cha) وويل، نننۍ مرسته يې له افغانستان سره د هېواد د اوږدمهالو ژمنو ښکارندويي کوي.
هغه زياته کړه، د کوريا مرستې د سړيو او ښځو ترمنځ د حقونو د مساويتوب او د ښځو د حقونو د پياوړتيا، د ميندو د روغتيا د ښه والي، سوداګرۍ او د ښځو د مهارتونو لپاره له افغانستان سره شوې دي.
نوموړي زياته کړه: “کوريا په خپل اوسني تاريخ کې، پنځوس کاله وړاندې جګړه او فقر تجربه کړي او د نړيوالې ټولنې مرستې د دې لامل شوې، ترڅو دغه هېواد برياليتوب ته ورسېږي او اوس داسې يوې کچې ته رسېدلى، چې د افغانستان په څېر هېوادونو سره مرسته کوي.”
هغه وويل، د دوى مسووليت دى، چې د افغانستان په څېر محتاجو هېوادونو سره مالي مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د سياسي معاونيت دفتر (يوناما) د بشري چارو همغږي کوونکي مارک باوډون د سوېلي کوريا له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، همدا د دولتونو مرستې دي، چې د افغانستان اړتياوې پوره کوي او اغېزناکې پرېوځي.
د ويلو ده، چې تېره اونۍ سوېلي کوريا اعلان کړى و، چې له افغانستان سره د نړيوال خوراکي سازمان له لارې هم د خوراکي توکو د خونديتوب د پروژو د پلي کولو په موخه ٩ ميليون ډالره مرسته کوي.
نړيوال خوراکي سازمان (WFP) وايي، د دغې مرستې هوکړه ليک د ايټاليا په پلازمېنه روم ښار کې د کوريا دولت د لوړپوړو استازو او د نړيوال خوراکي پروګرام د چارواکو تر منځ لاسليک شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن