مزارشريف (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): په شمال زون کې ۵۰۰۰ بې ځايه شوو کورنيو ته د راتلونکي ژمي د خونديتوب په موخه د جامو، خوراکي او سون توکو مرسته پيل شوه.
په مزارشريف کې د ملګرو ملتونو د دفتر د عامه اړيکو مسوول فهيم همدرد د شمال زون د بې ځايه شوو په اړه د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرستې به نوو بې ځايه شوو کورنيو او همداراز بېوزله کورنيو ته ووېشل شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو دفتر او د افغانستان د مهاجرينو وزارت له خوا بې ځايه شوو کورنيو ته ورکول کېږي.
د هغه په وينا، له يادو کورنيو هرې يوې ته پلاستيکي خېمه، کمپله، د اوبو بوشکه، د پخلنځي سېټ او زيات شمېر نور ژمني توکي ورکول کېږي.
همدرد وويل، چې دغه مرستې نن په مزارشريف ښار کې له ۵۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د مرستو د پلان له مخې تابيا لري، چې د شمال زون په نهو ولايتونو کې له ۵۰۰۰ کورنيو سره يادې مرستې وکړي.
مزارشريف ته له ايران څخه نوي راغلي کډوال غلام علي، چې د يادو مرستو يوه بسته يې ترلاسه کړې وه پژواک ته وويل، چې د راتلونکي ژمي لپاره خورا اندېښمن دى.
ده زياته کړه، شپږ مياشتې کېږي له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راغلى او هڅه کوي، چې د ژوند چارې برابرې کړي.
د هغه په وينا، که چېرې دولت نوو راغلو کورنيو ته لږ هم پام وکړي؛ نو په اسانه يې ژوند ښه کېدلی شي.
علي وويل، چې اوس د راتلونکي ژمي لپاره د سون توکو د کمښت له ستونزې سره مخ دى.
د ملګرو ملتونو د دفتر د عامه اړيکو مسوول وايي، چې د پلان شوې مرستې له مخې به په کندوز او فارياب کې ۲۳۰۰ کورنيو، په جوزجان کې له ۶۰۰ کورنيو، په بلخ کې له ۵۰۰ کورنيو، په بغلان کې له ۴۷۰ کورنيو، په تخار کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو، په سرپل کې له څه باندې ۳۶۰ کورنيو، په بدخشان کې له ۸۰ کورنيو او په سمنګان ولايت کې له ۵۰ کورنيو سره ژمني مرستې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دوه ورځې مخکې اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې به په ٢٦ زره بې ځايه شوو او بېوزلو خلکو ژمنۍ مرستې ووېشي.