لښكرګاه (پژواك۲۶ليندۍ۹۲) : د هلمند والي وايي، چې دبهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته د نا امنيو رامنځته کېدو اوازې مافيايي کړۍ خپروي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد نعيم د ليندۍ په ٢٦مه، په لښکرګاه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې تر دې مهال په هلمند ولايت كې كورني ځواكونه د امنيت په ساتلو بوخت دي او له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ .
هغه زياته کړه ، چې ملي ځواکونه د كميت او كيفيت له پلوه كافي دي او كولى شي په هرډول حالاتوكې له ورسپارل شويو سيمو څخه ساتنه وكړي.
جنرال نعيم وويل ، چې د امنيت په راوستوكې دعام ولس مرسته تربل هر لوري اړينه ده ، ځكه د هغوسيمو امنيت چې له وړاندې افغان ځواكونوته سپارل شوى ، امنيت يې ورځ تر بلې ښه كېږي ،چې يواځينى لامل يې همدا د عام ولس مرسته او همکاري ده.
د والي په خبره ، خلك په دې پوهيدلي ، چې د نا امنۍ له امله يې اقتصاد خرابيږي،ماشومان يې له زده كړو پاتې كيږي او دغه راز د ژوند له اسانتياوو څخه بې برخې كېږي.
د هغه په وينا، دبهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته د نا امنيو رامنځته کېدو اوازې مافيايي کړۍ خپروي.
بل لوري ته ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي هم وايي ، چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به کومه ستونزه رامنځته نه شي .
د نادعلي ولسوالۍ يو تن اوسېدونكي جان محمد پژواك اژانس ته وويل ، چې افغان ملي ځواكونوته ښه روزنه وركړل شوې او اوس دوى کولى شي له ولس او خاورې ساتنه وکړي.
د هغه په وينا، له بلې خوا وسله والو طالبانو ته د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته د جنګ كولو كومه پلمه نه پاتې كېږي.
دغه راز د لښكرګا ښار يو تن قومي مشر حاجي ميزاخان وايي ، له هغه وخته چې په دې ولايت كې امنيت له بهرنيو ځواكونوڅخه افغان سرتېرو ته سپارل شوى ، نو د امنيتي پېښو کچه ټيټه شوې ده.
دده په وينا، چې له يوې خوا كورنيو وسله والو مخالفينو جګړه پرې ايښې او له بلې خوا كورني ځواكونه دعملياتو او تلاشيو پرځاى دپخوا په پرتله دقيق مخالفين له منځه وړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دانګلستان لومړي وزير ډېوېډ کميرون پرون له دې ولايت څخه دليدنې پر مهال په ډاګه کړې وه، چې اوس ددې وخت رارسېدلى ، چې دوى خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي.
د يادونې ده، چې په هلمند ولايت کې شاوخوا ٩ زره برېتانوي سرتېري مېشت دي.