Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې د سپيو جنګولو له امله دوه تنه ووژل شول

 کندوز(پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): په کندوز ولايت کې د سپيو جنګولو د سيالۍ په ترڅ کې د رامنځته شوې شخړې په پايله کې يو سړى او يوه ښځه وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.

 د سيمې خلک وايي، پرون مازيګر دوو تنو د کندوز په مرکز لودين سيمه کې په يوه ميدان کې دوه سپيان سره په جنګ واچول، خو چې کله د يوه لوري سپي ماتې وخوړه، نو څښتن يې احساساتي شو او د مقابل لوري سپى يې، چې د ميدان ګټونکى و، په ډزو سره وويشت.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد نعيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ورته وخت کې د ګټونکي سپي څښتن د مقابل لوري کورته ننوتى او په خپل چره يي ټوپک يې د هغه ښځه وژلې ده .

 هغه زياته کړه، له دې وروسته د ښځې مېړه بريد کوونکى پر ډزو سره وژلى او د هغه د کورنۍ يو تن بل غړى يې ټپي کړى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني د ياد خبر په منلو سره وويل، ټپي شوى تن روغتون ته وړل شوى او پوليسو د يادې پيښې د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، چې تر دې دمه په دې اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو پوليس د يادې پېښې د عاملينو د نيولو په موخه هڅې کوي.

د سپيو جنګول تر اوسه په ځينو ولايتونو کې د عنعنې په ډول پاتې دي او تر دې دمه ډېر کسان له دې امله وژل شوي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.