لښکرګاه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٢): د هلمند د مارجې اوسېدونکي وايي، چې پوليسو د يوې کورنۍ د دوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه وهلي، لاسونه او پښې يې ورماتې کړې دي.
د فتح خان په نامه يو تن، چې د پوليسو په وهلو ډبولو يې سر ټپي شوى و، پژواک خبري اژنس ته وويل، چې تېره ورځ ماښام د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې د دوى کور ته څېرمه، وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې ډزې وکړې.
ده زياته کړه، له هغه وروسته پوليس د دوى په کور ورننوتل، دوه ښځې، يو ماشوم او درې نارينه يې په داسې حال کې ټپيان کړل، چې وسله والو له دې وړاندې بله سيمې ته تېښته کړې وه.
د هغه په خبره، پوليسو پرته له دې چې د دوى په کور کې طالب او يا هم وسلې پيدا کړي، وهل ډبول يې پيل کړل، چې په ترڅ کې يې د ده او پلار سرونه مات کړل، ترڅنګ يې يو ماشوم هم ټپي کړ او د مور لاس يې په همدې حالت کې مات شو.
دغه راز د امينې په نامه يوې سپين سرې مېرمنې پژواک ته وويل، هغه مهال چې طالبانو په پوستې ډزې کولې، دې په کرونده کې سابه کول، ترڅو د ماښام لپاره خواړه ترې تيار کړي.
د دې په وينا، نه يې له طالبانو سره زور رسېږي او نه يې هم له پوليسو سره؛ له دواړو خواوو څخه دوى وهل ټکول کېږي.
هغې وويل: ((پوليسو ته يې د خپلو اولادونو او کورنۍ د غړو د خلاصون په موخه ډېرې زارۍ او ننواتې وکړې او تر ډېرو وهلو او ټکولو وروسته يې يو چرګ او دوه ټېليفونه هم ترې يوړل.))
٧٥ کلن بوډا محمد رسول بيا وويل، په سترګو ډېر څه نه وي، خو کله چې مې پوليسو ته د خپلې بې ګنايي وويل، په سر يې په ټوپک ووهلم او له سره مې وينې روانې شوې.
ده زياته کړه، د همدې ناامنۍ او ستونزو له امله د يوه وخت ډوډۍ نه لري؛ په داسې حال کې دوى څنګه کولى چې د دولت په مخالفت لاس پورې کړي.
بل خوا د مارجې ولسوال محمد شفيع سوله مل، ولايت ته راغلي درې واړه ټپيان له ځان سره په موټر کې د پېښې ځاى ته بوتلل.
هغه خبريالانو ته وويل چې د دې پېښې څېړنه به کوي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې پر يادو پوليسو د خلکو له خوا شوى شکايت ثابت شي، د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
د يادونې ده، تردې وړاندې هم ډېرى د دې ولايت اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د پوليسو له بدچلند څخه ځوانانو په مخالفت لاس پورې کړى وو.