Language

لښکرګاه (پژواک٣ مرغومى٩٢) په هلمندکې د کانکور ازموينه په داسې  حال کې واخيستل شوه، چې د لوړو زده کړو په وزارت کې ددغه ولايت د کانکور د يو شمېر ګډونوالو ډکې شوې فورمې په تور لست کې راغلي دي.

ددې ولايت د پوهنتون ريېس پوهنيار سورګل د مرغومي په ٣مه، په لښکرګاه کې د کانکور د ازموينې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور په ازموينه کې د ١٤٩ نجونو په ګډون ١٦٦٩ زده کوونکو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه ، چې د تېر ښوونيز کال کې له  دوولسم ټولګي څخه ٢٥٠٠ تنه نارينه او ښځينه زده کوونکي فارغ شوي وو، اټکل کېده چې ٢٣٠٠ کسان به په کانکور کې برخه واخلي،  خو کمو کسانو برخه اخيستې وه.

دغه راز عبدالمتين وويل شا او خواو  ١٠٠ زده کوونکيو فورمې نه دي راغلي  چې په  کانکور کې د ګډون په موخه يې ډکې کړې وې.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د هغو کسانو پرپاڼو دې هم غور وشي ، چې لادرکه  شوي دي.

د هلمند د ښوونې او روزنې رييس عبدالمتين جعفر هم مني ، چې د ګڼ شمېر زده کوونکو فورمې په کابل کې په تور لست کې راغلي دي.

هغه زياته کړه ،چې په دې اړه څېړنې روانې دي، کېداى شي يو شمېر کسان چې پخوا يې ازموينې ورکړې وې ، په تور لېست کې راغلي وي.

په همدې حال کې  له لوړوزده كړووزارت څخه د كانكورد  كميټې راغلي  استازي عبدالغياث صافي پژواک ته وويل، چې اوسمهال دوى يواځې شاوخوا ۱۶۰۰ كسانوته د ازموينې پاڼې راوړې دي.

هغه زياته کړه، چې پاتې شوي زده كوونكي بايد د پوهنې او لوړو زده كړوله وزارتونوسره ياده ستونزه شريكه او د حل لاره ورته  پيدا كړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده ستونزه تاييد کړه او ويې ويل ، چې پرون يو شمېر زده کوونکي په دې اړه والي ته په شکايت راغلي وو.

د نوموړي په وينا، والي اړوندو مسوولينو سره په دې اړه خبرې کړي او هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي.

له دوولسم څخه فارغ حميدالله پژواک ته وويل ، د دوى هغه پاڼې نه دي راغلي، چې له مخې يې دوى په کانکور کې ګډون کولى شي.

نوموړي غوښتنه وکړه ، چې دلوړو زده کړو او پوهني وزارتونه دې ددوى ستونزه هواري کړي، تر څو وکولى شي، چې د لوړو زده کړو لپاره د ازموينې پروسې ته  لاره پيداکړي.

Related Topics