پلخمري-کندوز (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي، داسې يوه وسله واله ډله يې نيولې چې د دغه ولايت پر چارواکو يې د بريد پلان درلود.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پنځه کسيزه ډله يې د بغلان د مرکز پلخمري ښار ته څېرمه د ډنډغوري په ساحه کې د پوليسو د عملياتو په پايله کې نيولې ده.
امرخېل وايي، چې دې ډلې د بغلان پر لوړپوړو چارواکو بريد ته ځان جوړاوه، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
يوه سيمه ييز مخور محمداسلم وويل، چې عمليات د ډنډغوري د وردګ کلي د استوګنې پر يوه کور شوي او دغه پنځه تنه چې په دې وروستيو کې له نورو سيمو راغلي نيول شوي دي.
څو مياشتې وړاندې دوه کسه نور هم د دغه ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له ځانمرګو واسکټونو سره نيول شوي وو.
له بلې خوا بيا د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوه پوليس افسر مړى موندل شوى دى.
د اماما صاحب امنيه قوماندان سمونوال امان الله ابراهيمي پژواک ته وويل، چې دغه افسر محب الله نومېږي او په امنيه قوماندانۍ کې يې دنده درلوده.
ابراهيمي زياته کړه، چې دغه افسر تېره ورځ له امنيې قوماندانۍ کور ته د تګ پر مهال په لاره کې وسله والو طالبانو وتښتاوه او وروسته يې مړى په سيمه کې وموندل شو.
هغه وويل، چې د دې پېښې د عاملينو د موندلو هڅې روانې دي.
طالبانو تر اوسه د کندوز او بغلان د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن