Language

وسله واله نښته کې ٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

چاريکار (پژواک ٦ مرغومى ٩٢): په پروان ولايت کې د غير مسوولو وسله والو دوو ډلو د کسانو ترمنځ نښته کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده وسله واله نښته نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د چاريکارو سوېل لور ته په خواجه سيالان بالا سيمه کې رامنځ ته وشوه، چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

ده زياته کړه، چې وژل شوي کسان له دواړو خواوو څخه وو، چې يو تن اسدالله (پخوانى جهادي قوماندان) او بل د ده د تره زوى شميم وو.

هغه وايي، د نښتې لامل او انګېزه لا نه ده روښانه، خو ښايي د دوى ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ وي.

د پروان د عامې روغتيا رييس محمد قسيم سعيدي د دوو تنو وژنه تاييد کړه او د دوو ټپيانو چې د چاريکارو ٨٠بستريز روغتون ته لېږدول شوي، روغتيايي حالت يې ښه وباله.

د پېښې يوه عيني شاهد ذبيح الله پژواک ته وويل: “اسدالله سره له خپلو ملګرو د چاريکارو ښار خواته روان وو، چې په لاره کې ورباندې ډزې وشوې؛ په همدې حال کې د اسدالله د کسانو له لوري هم فيرونه وشول.”

د شميم مور چې له ډېره غمه يې په سختۍ خبرې کولې، پژواک ته وويل: “زوى مې يې په بهانه له کوره راووېست او ښوونځي سره يې چې زموږ کور ته نږدې دى، وواژه.”

هغې له امنيتي مسوولينو وغوښتل، چې د زوى قاتلين يې ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د روان کال له پيله دا څلورم ځل دى، چې په دې ولايت کې د غير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ نښته رامنځ ته کېږي او په هر ځل په کې مرګ ژوبله هم اوړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.