کابل ( پژواک ٧ مرغومى ٩٢ ) : د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکو ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال د کابل د نوي ښار په پروژه کې د ونډې غوښتنه وکړه.
له ارګ څخه د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې د ده سبز ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو نن په داسې حال کې ولسمشر سره وليدل ، چې د ښار جوړولو او اقتصاد وزيرانو، د ښار جوړولو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ، د کابل والي او د نوي کابل د پروژې رييس هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې ، په دغه کتنه کې سيد مقبول، مولوي اسماعيل او حاجي عبدالنصير د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ د مشرانو او خلکو په استازيتوب د ده سبز د پروژې او د خپلو ځمکو د استملاک د ستونزې په اړه خبرې وکړې.
هغوى زياته کړه، چې د ده سبز خلک د نوي کابل د پروژې د پلې کېدو غوښتونکي دي، خو د دوی ځمکې بايد د قانون له مخې استملاک شي او خلک بايد خپل حق ترلاسه کړي.
همدا راز په دې کتنه کې د کابل د ده سبز ولسوالۍ مشرانو څرګنده کړه ، چې که د دوی ځمکې نه استملاک کېږي، بايد په ياده پروژه کې ورته ونډه ورکړل شي.
په خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ده سبز ولسوالۍ د مشرانو د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته دې ته په اشارې سره ، چې د نوي کابل د پروژې د کار پيلېدل د يو شمېر ستونزو له امله ځنډېدلی دی .
هغه زياته کړې ، چې د نوي کابل د پروژې پلي کېدل د ده سبز د خلکو په خېر دی، خو په دې شرط چې په هغې کې د ځمکې هېڅ ډول دعوه موجوده نه وي او د ده سبز ټول خلک پر هغې باندې موافقه ولري.
د ولسمشر په وينا، په پام کې لري ، چې په دې برخه کې د ده سبز ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو موافقه ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP