ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نظرپوښتنه: د ولسمشریزو ټاکنو دوه کانديدان مخکښ دي

نظرپوښتنه: د ولسمشریزو ټاکنو دوه کانديدان مخکښ دي

author avatar
29 Dec 2013 - 18:12
نظرپوښتنه: د ولسمشریزو ټاکنو دوه کانديدان مخکښ دي
author avatar
29 Dec 2013 - 18:12

 کابل (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): د يوې نظر پوښتنې له مخې چې تازه ترسره شوې، د ولسمشرۍ دوه کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله تر نورو مخکښ بلل شوي دي.

دغه نظرپوښتنه په داسې حال کې دوه کانديدان وړاندې بولي، چې تېره مياشت په ترسره شويو دوو نظرپوښتنو کې دا دوه تنه او د اوسني ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقيوم کرزى د ټاکنو مخکښ کانديدان ګڼل شوي وو.

په تېره مياشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو په اړه د دوو نظرپوښتنو له خپرولو څخه وروسته اوس درېيمه نظرپوښتنه، چې ويل کېږي د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې تر سره شوې.

په دغه نظرپوښتنه کې، چې د شپږو ورځو (د نومبر له ٢٧ مې د ډسمبر تر ٣ مې) په ترڅ کې تر سره شوې، له ټولټال ٢٥٠٠ کسانو څخه د ټاکنو په اړه  چې د دوى د خوښې وړ کانديد څوک دى او چا ته به رايه ورکوي؟ پوښتنې شوې دي.

 په دغه نظر پوښتنه، چې ويل کېږ د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې په مخامخ ډول تر سره شوې، ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله او قيوم کرزي په ترتيب سره لومړى، دويم او درېيم مقامونه تر لاسه کړي.

 د يادې نظرپوښتنې نظراخيستونکي بنسټونه وايي: د هغو کسانو له ډلې، چې امکان لري په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي، ٢٩ سلنه له ډاکټر اشرف غني احمدزي او ٢٥ سلنه له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ ښودلى ، چې د ولسمشرۍ کانديدانو په لومړي او دويم مقامونو کې ځاى لري.

په همدې ترتيب د ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقيوم کرزى د دغو کسانو له ډلې درېيم بانفوذه شخص بلل شوى، چې له هغه څخه په دې نظرپوښتنه کې اته سلنه کسانو ملاتړ ښودلى دى.

دغه نظر پوښتنه د گليووم اسوسيټ (Glevum Associate) په نوم د يوې څېړنيزې ادارې له لوري، چې مرکز يې په واشنګټن کې دى او د اسيا انوويتيف (Asia Innovative Research Communication) يوې افغاني مشورتي بنسټ له لوري په ګډه توګه تر سره شوې ده.

د ګليووم اسوسيټ بنسټ يوه غړي پاميلا هنټر (Pamela Hunter) په کابل کې د نظرپوښتنې د اعلانېدو پر مهال د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل، په دغه سروې کې له ټولټال ٢٥٠٠ کسانو څخه پوښتنې شوې او ٢١٤٨ کسانو د دوى پوښتنونو ته ځوابونه ويلي دي.

هنټر زياته کړه، عبدالرب رسول سياف او ډاکټر زلمي رسول دواړو د شپږ سلنې رايې په خپلو سره څلورم مقام تر لاسه کړى او له دې وروسته په پنځم مقام کې جنرال عبدالرحيم وردګ ځاى لري، چې د دې نظرپوښتنې د ٥ سلنو کسانو ملاتړ يې تر لاسه کړى دى.

په همدې ترتيب د هغه په وينا، د دغې نظرپوښتنې نورو ګډونوالو د خپلې خوښې کانديدانو ته له پنځه سلنو څخه کمه رايه ورکړې ده.

دغه راز د نظرپوښتنې له ګډونوالو څخه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که  يې ونه کړاى شول د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي ، نو بله ټاکنه به يې څوک وي؟ ٢١ سلنو يې اشرف غني او ٢٠ سلنو عبدالله ټاکلى دى.

دغه راز مېرمن هنټر وويل: ٧٨ سلنه کسانو، چې د دوى پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، نو ويلي يې دي، هغو کسانو ته به هيڅکله هم رايه ورنکړي، چې د بشر ضد کارونو باندې تورن وي او ٨٩ سلنو ويلي، هغو کسانو ته به رايه ورنکړي، چې په اداري فساد کې ښکيل وو.

په همدې حال کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت له يوه خصوصي تلويزون سره په خبرو کې ويلي، چې د جمهوري رياست اوه کانديدان جرمي دوسيې لري او اوسمهال د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا څېړل کېږي.

سعادت د جموري رياست د کانديدانو په نوملړ کې د بدلون راتلو يادونه هم وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړو هم ويلي، چې د محکمې د حکم د نه شتون له امله ځينو کسانو، چې په جنايي او د بشري حقونو څخه د سرغړونې په جرمونو تورن دي، د جمهوري رياست وروستي نوملړ ته لاره موندلې ده.

د انوويتف ايشيا بنسټ مشر حفيظ الله عمري وويل: هغو کسانو چې د دوى پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي، ګومان کوم په دې نه پوهېدل، چې د يادو کسانو مرستيالان څوک دي او يا هم له دې بې خبره وو، چې ځينې يې په جنګي جنايتونو تورن دي.

درېيمه نظرپوښتنه په داسې حال کې خپريږي، چې تېره مياشت دوه نورې نظر پوښتنې هم د انټرنيشنل ډيموکراسي بنسټ، طلوع خصوصي تلويزيون او اي ټي ار موسسې له لوري خپرې شوې وې او ياد درې نوماندان يې د نورو په پرتله مخکښ بللي وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، که چېرې نظرپوښتنې له خلکو سره د خبرو له مخې تر سره شوې وي نو کوم باک نه لري.

هنټر زياته کړه، له دې پرته په زړه پورې پرمختګ دادى، چې د دغې نظرپوښتنې ٨٤ سلنو ګډونوالو ويلي، له دې پرته چې قومي، ګونديز او يا له کانديدانو سره نورې اړيکې په پام کې ونيسي، خپله رايه کاروي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.