ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د لاريون کوونکو د مرګ ژوبلې ترڅنګ پنځه پوليس هم ټپيان شوي

author avatar
31 Dec 2013 - 12:41
author avatar
31 Dec 2013 - 12:41

مزارشريف (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د سمنګان ولايت چارواکي وايي، چې د لاريون کوونکو له خوا پنځه پوليس هم ټپيان شوي او له مزار څخه د ايبک ښار د امنيت لپاره تازه ځواکونه رسېدلي دي.

نن تر غرمې مخکې په مرکز ايبک ښار کې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ په رامنځته شوې نښته کې دوه تنه لاريون کوونکي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

دغه نښته نن (د مرغومي ١٠مه) وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د ځايي چارواکو په وينا، د سناتور اصف پلويانو او وسله والو يې د ولايت پر مقام بريد وکړ.

د سمنګان ځايي چارواکو ويلي وو، چې دوى له ځان څخه ددفاع په موخه ډزې کړې وې او دا چې لاريون کوونکو ته مرګ ژوبله  اوښتې دا د همدوى په ډزو کې شوې.

خو د سمنګان د ولايتي شورا رييس ضيا‌ء الدين ضياء پژواک ته ويلي ، چې د لاريون کوونکو درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل دي .

د سمنګان امنيه قوماندان جنرال محمداسلم بېکزاد پژواک اژانس ته وويل ، چې د لاريون کوونکو په ډزو او ګوزارونو  پنځه پوليس هم بر سېرن ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې  امنيه قومانداني هم د بريد تر ګواښ لاندې ده او په همدې موخه له مزار شريف  څخه تازه ځواکونه رارسيدلي او د ايبک ښار او امنيه قوماندانۍ امنيت يې خوندي کړى دى.

د ولايتي شورا رييس ضياء الدين ضياء پژواک ته وويل ، دوى داسې ويډيو ترلاسه کړې، چې پوليس له بامونو څخه لاندې پر لاريون کوونکو ډزې کوي .

نوموړي زياته کړه ، چې دوى به ددې کسانو د مرګ ژوبلې پوښتنه له دولت څخه کوي او په کراره به نه کښيني.

د يادونې ده، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د سمنګان د والي پر ضد او پلوۍ د لاريونونو لړۍ پيل شوې ده.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.