مزارشريف (پژواک ١٥ مرغومى ۹۲): په بلخ کې د شمال زون په کچه د مېوو د کيفيت معلومولو لپاره لابراتور پرانيستل شو.
دغه لابراتور د مرغومي په ۱۵مه، د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د شمال زون د بڼوالۍ د پراختيا په مرکز کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال ميرامان الدين حيدري هم په کې ګډون کړی و.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده وړاندې په دهدادي ولسوالۍ کې د بڼوالۍ د پراختيا په موخه د کرنې څېړنيز مرکز پرانيستل شو.
نوموړي زياته کړه، په دغه مرکز کې هڅې روانې دي، چې د ټول شمال زون د مېوو بېلګې تر څېړنې لاندې ونيول شي، چې د نړيوال مارکېټ په ارزښت يې کيفيت برابر کړای شي.
د هغه په وينا، د همدې هڅو د ګړنديتوب په موخه يو لابراتوار ته اړتيا وه، چې نن د مېوو د کيفيت معلومولو په موخه د باغدارۍ اړوند لابراتور (پومولوژي لابراتوار) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
شمس وويل، چې دغه لابراتوار د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د ۱۹۹زره يورو په لګښت چمتو شوى.
دى زياتوي، دغه لابراتوار، مېوې د کيفيت له پلوه څېړي؛ د مېوو، تريخېدل، تېزابي کېدل، قلوي کېدل، د شکر سلنه او همداراز ناروغۍ او افتونه يې څېړي.
د هغه په خبره، په ياد څېړنيز مرکز کې د سبزيجاتو، غلو دانو، مېوو او نورو کښتونو په اړه څېړنې روانې دي.
شمس وايي، دلته له ټولو ولايتونو څخه د مېوو بېلګې راټولې کړای شوي او څېړنې پرې کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((تر دې دمه د زردالو، بادامو، الو، انارو، انګورو او همداراز د نورو مېوو لسګونه ډولونه تر څېړنو لاندې دي.))
د ده په وينا، د يادو څېړنو له لارې به معلومه شي، چې کومه مېوه، په کوم ډول اب هوا او ځمکه کې زر ګل کوي او ښه مېوه نيسي، چې د همدې څېړنو په نظر کې نيولو سره به د مېوو لپاره سيمې ځانګړې شي.
شمس وويل، چې سږکال په بلخ ولايت کې په ۱۲۰زره جريبه ځمکه کې ۴۸۱ مېوه لرونکي باغونه جوړ شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال ميرامان الدين حيدري وويل، چې په شمال کې د ټول هېواد په پرتله د شرايطو د سمون له امله د کرنې د پراختيا په برخه کې ډېرې چارې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، د دغه زون په بېلا بېلو ولايتونو کې د مختلفو پروژو په ترڅ کې د باغونو پراختيا، له للمي ځمکو څخه د ګټې اخيستنې اسانتيا برابرول، د ځنګلونو پراختيا، له څړځايونو څخه ګټه اخيستنه، ابي ځمکو ته د اوبو رسولو چارې، د مالدراۍ پراختيا، د زعفران کښت او د کرنيزو ناروغيو او افتونو د مخنيوي هڅې روانې دي.