Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تاجکستان  پوليسو د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى وواژه

 تالقان (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): سيمه ييزو چارواکو، د تاجکستان هېواد او تخار ولايت تر منځ پر پوله د نشه يي توکو د يوه قاچاق وړونکي له وژلو او د وسلو د دوه قاچاق وړونکو او د ټانکونو ضد ماينونود نيولو خبر ورکړى دى.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي، چې پنځه کسان له ٢٠ کيلوګرامه چرسو سره يو ځاى، چې د دشت کلا له ولسوالۍ څخه يې تاجکستان هېواد ته د نشه يي توکو د لېږد نيت درلود، د دغه هېواد  د سرحدي پوليسو له خوا په نښه شوي دي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه پېښه کې يو تن وژل شوى او څلور تنه نور په تېښته بريالي شوي دي.

 تيمور زياته کړه، د تاجکستان پوله ساتونکو ددغه تن جسد، چې د تخار د درقد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، سيمه ييزو چارواکو ته سپارلى او قضيه تر څېړنو لاندې ده.

 تېره مياشت درې قاچاق وړونکي او دوه نور کسان د روان کال په لومړيو کې، چې د دشت کلا له ولسوالۍ څخه نشه يي توکي لېږدول، د دغه هېواد د پوله ساتونکو پوليسو له خوا په نښه شوي  او ځينې نور په تېښته بريالي شوي وو.

 د تخار د والي وياند، د نورو دوو هغو کسانو د نيولو، چې له ځانه سره يې د ټانک ضد ٩٦ ماينونه، د پرسونل ضد ١٨٠ ماينونه، د RPG7 لس مرمۍ، د کلاشينکوف او پيکا څو صندوقه مرمۍ هم لېږدولې، خبر ورکړى او ويلي يې دي، چى دوى دغه اندازه مهمات د رستاق ولسوالۍ له يوه کور څخه تر لاسه کړي دي.

 هغه وويل، چې دغه دوه کسان د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوي او تر لاسه شوي مهمات، د پلاوي په شتون کې د تخار امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.

 د دشت کلا، رستاق، ينګي کلا، درقد، خواجه بهاوالدين او خواجه غار ولسوالۍ د کوکچې پر څنډه پرتې دي او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.