لښکرګاه (پژواک،١٨مرغومى ٩٢): د هلمند چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍکې ځانمرګى بريد شوى، خو مرګ ژوبله نه لري.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال رسول محمد ځاځي د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو د قرارګاه دروازې ته نږدې ځانمرګى بريد شوى دى .
نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد ديوه تونس موټر په وسيله شوى او يواځې ځانمرګى بريد کوونکى په کې وژل شوى دى.
د هلمند ولايت د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک ته وويل، دغه بريد نن له غرمې وروسته په نادعلي ولسوالۍ د ٣١ لوېديځ په سيمه کې د ملي اردو قرارګاه مخې ته شوى دى.
ده وويل، چې ځانمرګي بريدکوونکي موخې ته له رسېدو مخکې ځانته چاودنه ورکړې او نور چا ته په کې زيان نه دى اوښتى .
د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل ، چې دغه بريد ددوى له خوا شوى ،خو دمرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري.