کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څار يو اته کسيز پلاوى کابل ته راغلى او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره يې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د دغه وزارت سياسي مرستيال ارشاد احمدي پرون له دغه پلاوي سره، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو ادارې د ټاکنو د څار او ډيموکراسۍ برخې د مشر ايمانول جيوفري په مشرۍ کابل ته راغلى، ليدنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه پلاوى به په راتلونکو دوو اونيو کې هېواد ته د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو د څار لپاره د اروپايي ټولنې د ټاکنيزو څارونکو د ډلې پر رالېږلو غور وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دغه پلاوى به د راتلونکو ټاکنو له نوماندانو، دولتي ادارو، د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو له خپلواکو کميسيونونو او د مدني ټولنې له استازو سره جلا جلا ناستې ولري.
ټاکل شوې، چې ياد پلاوى له کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولايتونو څخه هم ليدنه وکړي.
خبرپاڼې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال له قوله، په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په تر سره کېدو ټينګار کړى او د اروپايي ټولنې له پلاوي يې غوښتي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د څار په برخه کې، چې افغانانو ته ډېر حياتي او مهم رول لري، ښه زمينه برابره کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د ياد پلاوي مشر جيوفري ته ډاډ ورکړى، چې افغان حکومت به د اروپايي ټولنې د ټاکنيزو څارونکو د څېړنو پلاوي ته ډېر اسانتياوې برابرې کړي او له دوى سره به په هر اړخيز ډول مرسته وکړي.
ټاکل شوې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي، چې له دريو مياشتو ورته کمه موده پاتې ده.
دغه پلاوى په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې سر له اوسه د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنې شتون لري.
د هېواد امنيتي ارګانونو په دې وروستيو کې داسې څرګندونې کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د رايې ورکونې له ټولټال ٦٨٤٥ مرکزونو څخه د ٤١٤ مرکزونو امنيت ټينګ نه کړى شي.
د ټاکنو کمېسيون چارواکو ويلي، که چېرې د يادو مرکزونو امنيت خوندي نه شي نو د دغو سيمو خلک به په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP