جلال اباد(پژواک٢٧مرغومې٩٢): د لغمان په الينګار کې د ولسي پاڅون کوونکو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې دوه تنه وسلوال او يو ولسي وګړى وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د الينګار ولسوالۍ په نورلام صېب دره کې تيره ورځ د مخالفو وسلوالو پر وړاندې د دغې درې ولسونوپاڅون کړی و.
هغه زیاته کړه چې نن د وسلوالو مخالفینو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ وسلواله نښته شوې چې له امله یې د مخالفو وسلوالو دوه تنه وژل شوي او له درېيو کليو په تېښته شړل شوي دي.
نوموړى وايي: (( په نښته کې يو ولسي پاڅون کوونکى وژل شوى او دوه نورټپیان دي.))
سرحدي ځواک وايي چې ولسي پاڅون کونکو شمېر شا و خوا ۴۰۰ تنو ته رسېده چې د وسلوالو له کړنو تنګ شوي وو.
دى وايي چې ولسونو پريکړه کړې وه چې نور به د وسلوالو پر وړاندې ولسي پاڅون کوي او په خپله سيمه کې به يې نه پريږدي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادولو ده چې نېږدې دوه کاله وړاندې د اليشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسواليو ولسونو هم د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې پاڅون کړى ،چې په پايله کې يې نښته رامنځته شوې وه او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP