منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۹ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

په الینګار کې یو پاڅون کوونکی او دوه وسلوال وژل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

جلال اباد(پژواک٢٧مرغومې٩٢): د لغمان په الينګار کې د ولسي پاڅون کوونکو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې دوه تنه وسلوال او يو ولسي وګړى وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د الينګار ولسوالۍ په نورلام صېب دره کې تيره ورځ د مخالفو وسلوالو پر وړاندې د دغې درې ولسونوپاڅون کړی و.

هغه زیاته کړه چې نن د وسلوالو مخالفینو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ وسلواله نښته شوې چې له امله یې د مخالفو وسلوالو دوه تنه وژل شوي او له درېيو کليو په تېښته شړل شوي دي.

نوموړى وايي: (( په نښته کې يو ولسي پاڅون کوونکى وژل شوى او دوه نورټپیان دي.))

سرحدي ځواک وايي چې ولسي پاڅون کونکو شمېر شا و خوا ۴۰۰ تنو ته رسېده چې د وسلوالو له کړنو تنګ شوي وو.

دى وايي چې ولسونو پريکړه کړې وه چې نور به د وسلوالو پر وړاندې ولسي پاڅون کوي او  په خپله سيمه کې به يې نه پريږدي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادولو ده چې نېږدې دوه کاله وړاندې د اليشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسواليو ولسونو هم د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې پاڅون کړى ،چې په پايله کې يې نښته رامنځته شوې وه او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.