خوست (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٢): په خوست ولايت کې څلور سرحدي پوليس، په داسې حال کې وژل شوي چې له رخصتيو وروسته خپلو دندو ته روان وو.
د خوست ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن تر غرمې وروسته په درېيو بجو په عليشېرو ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې نښته کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ياد سرحدي پوليس له رخصتۍ تېرولو وروسته بېرته د دندو په لوري روان وو، چې په لاره کې له کمين سره مخ شوي وو.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي، دغه بريد په کلکه غندلى او له خلکو يې غوښتي، چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري زياته کړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن