Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو د بدخشان  د لاجوردو کان يوه برخه نيولې ده

  فيض اباد(پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): ځايي چارواکي وايي، چې  وسله والو د بدخشان ولايت په کران و منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو پر کان بريد کړى او ددې کان يوه برخه يې نيولې ده.

 د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې وسله والو نن سهار بريد پيل کړى او نښته په پاشلې بڼه روانه ده.

هغه زياته کړه، چې وسله وال کسان او د لاجوردو کان ساتونکي په کمين کې پراته دي، خو تر اوسه يې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.

  بيدار زياته کړه، چې دې کسانو  د کان يوه برخه تر خپل واک لاندې راوستې ده.

 د بدخشان مرستيال والي وويل:(( خپلسري وسله وال استدلال کوي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په سيمه کې اوسېږي  او بايد د کان قرار داد له دوى سره وشي.))

 هغه زياته کړه، چې د بدخشان والي شاه والي الله اديب په مشرۍ يو پلاوى  دکران او منجان ولسوالۍ ته ددې پېښې د څېړنې په نيت له فيض اباد ښار څخه روان شوى دى.

  د بدخشان ولايت دامنيه قوماندان د امنيت امر، سمونوال جهانګير کرامت هم وويل، چې ناقانونه وسله وال د لاجورد کان په چارو کې لاسوهنه کوي  او له همدې امله يې نن د کان له ساتونکو سره نښته کړې ده.

 د بدخشان د کانونو رييس محمد اکبر انوري دا نښته په امنيتي ځواکونو پورې وتړله، خو جزييات يې ورنه کړل.

 ده پژواک ته ويلي وو، چې د کران او منجان د لاجوردو کان قرار داد له تېرو ١٥ کلونو راهيسې له يوې افغاني کمپنۍ سره شوى دى.

   لاجورد له يوه ګران بيه او زينتي ډبره ده، چې د زېوراتو د غمي او د کورونو د ښکلي کولو لپاره کارېږي.

 د بدخشان لاجوردو کان د نړۍ په کچه له اوچت کيفيت څخه برخمن دى. په ټولو زېرمو کې شته لاجورد يې ١٢٩٠ ټنو ته رسېږي، چې يواځې د بدخشان د سرسنګ په سيه کې ١٤١ ټنه لومړۍ درجه لاجورد او ٦٥ ټنه دويمه درجه لاجورد تثبيت شوي دي.

 د افغانستان د لاجوردو کلنى توليد په کلني ډول له ٥ تر لسو ټنو دى، چې لويه برخه يې بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او ډېره کمه برخه يې په لاسي صنعتي مرکزونو کې کارېږي.

 د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، چې د کران ومنجان د لاجوردو په کان کې د محمدظاهرشاه او  سردار محمد داوود د واکنۍ پرمهال ٤٠ غارونه او د مجاهدينو د حکومت پرمهال ٦٠ غارونه جوړ شوي وو، چې دا ملي پانګه ترې په نا قانونه ډول وېستل کېدله، خو د قرار داد تر لاسليک وروسته يې سپړنې قانوني بڼه ومونده.

 د بدخشان والي په دې وروستيو کې پژواک ته ويلي، چې د جرم ولسوالى د بيروچو کان د ځينو کسانو له خوا په خپلسر وېستل کېږي او ددې ګران بيه ډبرو عايد د طالبانو جيبونو ته ځي، خو ده ډاډ ورکړى، چې هر څنګه وي، دې کان ته به قانوني بڼه ورکړي.

بيروچ يو ډول ډبره ده، چې د لاجوردو پر بنسټ څو چنده ارزښت لري.

 تېره اونۍ د طبيعي سرچينو او کانونو څخه د څارنې شبکې ويلي و، چې په ډېرى ولايتونو کې ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې په غير قانوني ډول سپړل کېږي او نورو هېوادونو ته په قاچاق وړل کېږي، چې بايد مخه يې ونيول شي او عاملين يې محاکمه شي.

د هېواد داساسي قانون د لومړي فصل دنهمې مادې پر بنسټ:(( کانونه او نورې تر ځمکه لاندې  زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکيت دي. د دولت د ملکيتونو ساتنه او اداره او له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له لارې تنظمېږي.))

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.