فيض اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو د بدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې نښته کړې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګير کرامت وايي، چې وسله والو مخالفينو تېره ورځ مازديګر د يمګان ولسوالۍ له څو ځايونو له امنيتي ځواکونو سره نښتې پيل کړې او د شپې تر اتو بجو يې دوام درلود.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال مخالفين او يو پوليس افسر وژل شوي او شپږ نور وسله وال مخالفين ټپيان دي.
کرامت زياته کړه، چې طالبانو له جرم ولسوالۍ پر يمګان ولسوالۍ بريد کړى، خو بريد يې شا ته تمبول شوى او تښتېدلي دي.
بلخوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور سخت ټپيان دي.
نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب څه موده وړاندې له پژواک اژانس سره په مرکه کې ويلي وو، چې د وردوج ولسوالۍ له چاڼ وروسته وسله وال مخالفين جرم او يمګان ولسوالۍ ته تللي او له دغو ځايونو د پټنځاى په توګه کار اخلي.
د ده په خبره، وسله وال هڅه کوي، چې د همدغو پټنځايونو په کارونه د يمګان په ګډون د ګاونډيو ولسواليو امنيت ګډوډ کړي.
خو د بدخشان والي ويلي، پلان لري، چې په دې دوو ولسواليو کې هم چاڼيز عمليات ترسره کړي، څو د ١٣٩٣ لمريز کال د ورې مياشتې له ټاکنو وړاندې د دې پروسې امنيت خوندي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP