کابل- فيض اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): ولسمشرۍ په داسې حال کې يوه پلاوي ته د بدخشان په لاجوردو کان کې د رامنځته شوې ستونزې د اساسي انګېزې او لاملونو د څېړنو په موخه دنده سپارلې، چې طالبانو د دغه کان د نيولو ادعا کړې ده.
سيمه ييزو چارواکو، پرون د کران و منجان د لاجوردو پر کان د غيرقانوني وسله والو له لوري د بريد او د دغه کان د يوې برخې د نيولو خبر ورکړى او ويلي يې وو، چې دغو کسانو د کان له ساتونکو سره تر نښتې وروسته کمين نيولى او تر دې مهاله د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د هغوى په وينا، دغه وسله وال کسان استدلال کوي، چې له کلونو راهيسې په دغه سيمه کې ژوند کوي او بايد د لاجوردو کان تړون له دوى سره وتړل شي. په داسې حال کې، چې د دغه کان تړون له وړاندې له يوې افغان کمپنۍ سره لاسليک شوى دى.
په عين حال کې ولسمشر کرزي په کران و منجان ولسوالۍ کې د يادې ستونزې د څېړلو او هواري لپاره يو پلاوى ټاکلى دى.
د چارو ادارې د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې د ولسمشر د حکم له مخې يو پلاوى وټاکل شو، چې د دغه ولايت د والي، ولايتي شورا، ديني علماوو، د سيمې مشرانو او مخورو په مرسته د يادې ستونزې اساسي ستونزه او انګېزه پيدا کړي.
سرچينې زياته کړې، ياد پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د دغې ستونزې په هوارولو کې اقدام وکړي او په دغې برخه کې د عملي اجرااتو په تر سره کولو سره ډېر ژر ولسمشرۍ ته خپل معلومات وړاندې کړي.
د دغه حکم له مخې، د چارو د ادارې د دفاع او امنيت د ادارې مرستيال تورنجنرال سيد رحيم د دغه پلاوي د مشر، د ملي دفاع وزارت استازى بريد جنرال زلمى، د کورنيو چارو وزارت استازى مل پاسوال عوض محمد، د لويې څارنوالۍ استازى جنرال محمد منير، د ملي امنيت عمومي رياست استازى ډګروال عبدالرحيم او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازى خواجه ابو مسلم صديقي د پلاوي د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
په دغه حکم کې ويل شوي، چې د بدخشان چارواکي د امنيت د ټينګښت او د کاري اسانتياوو د برابرولو په برخه کې بايد له ټاکل شوي پلاوي سره پوره مرسته وکړي.
د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي، نن د ولسمشرۍ پلاوى دغه ولايت ته رسېدلى او د بدخشان له والي شاه ولي الله اديب سره يو ځاى د کران و منجان ولسوالۍ ته تللى دى.
هغه زياته کړه، اوس هم د کان يوه برخه د ناقانونه وسله والو کسانو په واک کې ده او دى له سيمې څخه د تازه جزياتو په اړه نور معلومات په لاس کې نه لري.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې قوماندانانو او دولتي کسانو د کران او منجان د لاجوردو له کان څخه شخصي ګټه پورته کوله او دغه کان اوس د طالبانو لاس ته لوېدلى دى.
د طالبانو د وياند له لوري پژواک ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويل شوي، چې د لاجوردو کان ٤٤ ساتونکي له دوى سره بنديان دي او شپږ کسان يې ټپيان شوي هم دي.
هغه زياتوي، د ياد کان پيسې د قوماندانانو او جنګسالارانو جيبونو ته غورځېدلې، چې اوسمهال يې مخه نيول شوې ده.
د بدخشان والي په دې وروستيو کې پژواک ته ويلي، چې د جرم ولسوالۍ د بيروچو کان د ځينو کسانو له خوا په خپلسر وېستل کېږي او د دې ګران بيه ډبرو عايد د طالبانو جيبونو ته ځي، خو ده ډاډ ورکړى چې هر څنګه وي، دې کان ته به قانوني بڼه ورکړي.
بيروچ يو ډول ډبره ده، چې د لاجوردو پر پرتله څو برابره ارزښت لري.
د بدخشان لاجوردو کان د نړۍ په کچه له اوچت کيفيت څخه برخمن دى. په ټولو زېرمو کې شته لاجورد يې ١٢٩٠ ټنو ته رسېږي، چې يواځې د بدخشان د سرسنګ په سيمه کې ١٤١ ټنه لومړى درجه لاجورد او ٦٥ ټنه دويمه درجه لاجورد تثبيت شوي دي.
د افغانستان د لاجوردو کلنى توليد له ٥ تر لسو ټنو پورې دى، چې لويه برخه يې بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او ډېره کمه برخه يې په لاسي صنعتي مرکزونو کې کارېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP