ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاسپورټ اخيستونکي د پيسو په تحويل کې له ستونزو سره مخ دي

پاسپورټ اخيستونکي د پيسو په تحويل کې له ستونزو سره مخ دي

author avatar
20 Jan 2014 - 12:06
پاسپورټ اخيستونکي د پيسو په تحويل کې له ستونزو سره مخ دي
author avatar
20 Jan 2014 - 12:06

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): د پاسپورټ يو شمېر مراجعين د پاسپورټ رياست د ښاري څانګې د نماينده ګيو له کموالي شکايت کوي او وايي، چې د دغه رياست په ساحه کې دې بانکي نماينده ګي جوړه شي.

د پاسپورټ رياست د کابل ښار په څلورمه کارته کې موقعيت لري او هره ورځ په سلګونو کسان د پاسپورټ اخيستلو لپاره ورته مراجعه کوي، خو د بانک نشتوالى يوه ستونزه ګڼي او غواړي، چې دا ستونزه حل شي.

مراجعين وايي، چې د بانکونو نماينده ګۍ د پاسپورټ رياست نه په زيات واټن کې دي او دوى نه يواځې چې د پاسپورټ پيسو د تحويل لپاره ټکسي ته کرايه ورکوي، بلکې وخت يې هم ضايع کېږي او دغه کار د دې لامل شوى، چې د پاسپورټ په اخيستو کې ځنډ راشي.

نرګس، چې د بانکي تعرفې د تحويل لپاره د پاسپورټ په کوڅه کې ولاړه وه، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د پاسپورټ رياست په ساحه کې د يوه بانک نه شتون د دې لامل شوى، چې د پيسو د تحويل لپاره يې يوه ورځ ضايع شي.

هغې زياته کړه: ((مور مې ناروغه ده، غواړم پاسپورټ واخلم او مور مې د درملنې لپاره پاکستان ته بوځم، د پړاوونو له وهلو وروسته پاسپورټ رياست راته بانکي تعارفه راکړه، له رياسته راووتم چې پيسې تحويل کړم، د بانک د نماينده ګۍ پوښتنه مې وکړه، ويل يې چې په ښار کې ده او بايد ټکسي ونيسې او ښار ته ولاړه شې.))

نرګس وايي، چې بله لار نشته، يو کس اړ دى، چې په ٤٠٠ افغانۍ دربس ټکسي ونيسي، د ښار په يوه بانکي نماينده ګۍ کې تعرفه تحويل کړي او بېرته د پاسپورټ رياست ته راشي.

يوه بل مراجعه کوونکي احمدعلي وويل، چې د بانک نماينده ګي د افشار سېلو په ساحه کې ده، د لايني موټرو د تګ راتګ کرايه ١٠٠ افغانۍ کېږي، خو په ټکسي کې ورته تګ راتګ ګران تماميږي.

هغه وويل: ((په بانکونو کې هم زياته ګڼه ګوڼه ده، څوک چې د پاسپورټ د تعرفې پيسو د تحويل لپاره ورځي، بايد درې څلور ساعته انتظار وکړي.))

خو د مرکزي بانک رييس نورالله دلاوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى پخوا په نوي ښار کې د پاسپورټ رياست لپاره نماينده ګي درلوده، خو کله چې دغه رياست کارته چهار ته ولېږدېد، نو نماينده ګي هم وتړل شوه.

هغه زياته کړه: ((اوسمهال موږ په کارته چهار کې د سوداګرۍ وزارت په انګړ کې د سوداګرۍ وزارت د اړتياوو لرې کولو لپاره يوه نماينده ګي جوړه کړې، که پاسپورټ رياست غواړي، نو موږ به يې پراخه کړو، چې د پاسپورټ مراجعين هم وکولى شي، خپلې بانکي تعارفې په دې نماينده ګۍ کې تحويل کړي.))

دلاوري زياته کړه، چې دغه نماينده ګي د پاسپورټ رياست ته نږدې ده او مراجعين کولى شي، چې کار ترې واخلي، خو مرکزي بانک نه شي کولى، چې له دغو ارګانونو څخه هر يوه ته بېله نماينده ګي رامنځته کړي.

د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رييس سمونوال سيد عمر صبور وويل، چې دى تازه په همدې څوکۍ ګومارل شوى او په پام کې لري، چې د بانک د نماينده ګيو په رامنځته کولو او د مراجعينو د ستونزو د حل په برخه کې د بانک له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.

هغه زياته کړه: ((لکه څرنګه چې د خپلو ګروپونو په ډېرولو سره د مراجعينو د ستونزو د حل او اسانتياوو هڅه کوو، د خلکو د زيات وخت د مخنيوي لپاره د نورو بانکي څانګو د رامنځته کولو لپاره هم د بانک له مسوولينو سره خبرې کوو.))

يو شمېر مراجعين ادعا کوي، چې ځيني کسان واسطه لري او يا هم کمېشنکارانو ته پسې ورکوي، کار يې په بېړه ترسره کېږي، خو د بې واسطې او عادي خلکو  د پاسپورټ کار ژر نه اجرا کېږي.

خو د پاسپورټ رييس وويل، که د دغه رياست هره اداره او هر کار کوونکي د پاسپورټ غوښتونکو کار وځنډوي، نو مراجعين کولى شي چې ستونزه د حل په موخه له ده سره شريکه کړي.

هغه وويل، چې د کار له پيله يې تر اوسه ګڼ اصلاحات راوستي او هڅه کوي، چې په رياست کې شته نيمګړتياوې پوره کړي، هغه وويل: ((زه د رييس په توګه نه، بلکې د بشر د حقونو د فعال غړي په توګه فعاليت کوم او موخه مې دا ده، چې د دغه رياست او په دغه رياست کې د خلکو ستونزې حل کړم.))

د پاسپورټ رييس زياته کړه، چې د کار پر وخت خلاصولو او د مراجعينو د نه انتظارېدو له امله خپل کار د سهار په اوو پيلوي او هره ورځ نږدې ٥٠٠ عريضې، چې احکام او بانکي تعرفه هم په کې ده، خلاصوي او د هويت د تثبيت لپاره يې مرکزي احصايې ته استوي.

سمونوال صبور څرګنده کړه، چې وروسته له دې مراجعين يوه ورځ وروسته پاسپورټ ترلاسه کوي، نور د دې اړتيا نه شته، چې په ورځو ورځو د رياست په دروازه کې انتظار وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.