کندوز (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د کندوز د کليو پراختيا رياست وايي، چې زرګونه کورنۍ په دغه ولايت له ټولګټو پروژوه برخمنې شوې، خو ځينې خلک بيا د بنسټيزو پروژو غوښتونکي دي.
د کندوز د کليو پراختيا رياست سرپرست رييس انجنير محمدقاسم اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو پروژو کې پر ٣٤٠ کيلومتره سړکونو درېيمه درجه جغل اچونه، د ١٢٤ کيلومتره کانال کيندنه او بيارغونه، د پاکو اوبو د٢٠٠ څاه ګانو کيندنه او له١٨٠ د ډېرو پلونو او پولګوټو جوړونه شامل دي.
د دې پروژو په ځينو نورو برخو کې د استنادي دېوالونو، د سيمه ييزو شوراګانو ودانيو، سربندونواو پارچاوونو جوړول او نورې پروژې په کې شاملې دي.
د کندوز د کليو پراختيا سرپرست رييس وويل، چې د يادو پروژو کار په روان کال کې د مرکز په ګډون د دغه ولايت په شپږو (چهادرې، قلعه زال، علي اباد، خان اباد، دشت ارچي او امام صاحب) ولسواليو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې پر يادو پروژو په ټوليز ډول ٢٦٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى ،چې د کليو پراختيا وزارت او د خلکو د لس سلنې په برخه اخيستو سره ورکړل شوى ، چې د هغو له ګټو ٥٦ زره کورنۍ برخمنې شوې دي.
خو د ځينو سيمه ييزو شورا ګانو غړي وايي، د هغو پرژو د پلي کېدو غوښتونکي دي، چې خلک ورته اړتيا لري.
د امام صاحب ولسوالۍ د يوې سيمه ييزې شورا غړى محمدانور وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو اړتيا د ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونه جوړونه، د پاکو اوبو د څاګانو کيندنه او د اموسيند د څنډو پخونه ده ، چې چارواکي بايد په دې اړه اقدام وکړي.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د نيزونو له امله لسګونه د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او خلک د امو د سيند غاړو پخولو ته جدي اړتيا لري.