زرنج ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، د نيمروز د چهاربرجک ولسوالۍ د ملي امنيت مديريت مخې ته يو ه تن ځانمرګى ځان ته چاودنه ورکړه او دري نور بريد کوونکي د پوليسو په ډزو ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا څلور بجې څلورو تنو غوښتل، چې پر ياد شوي مديريت بريد وکړي.
خو هغه وويل، چې له دې کسانو يوه تن د ملي امنيت مديريت مخې ته ځانته چاودنه ورکړه او درې نور يې له سيمې د تېښتې په حال کې د پوليسو له خوا پر ډزو ووژل شول.
ده زياته کړه ، چې په دغه بريد کې بل هېچا ته زيان نه دى اوښتى.
تر دې دمه د دې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
چهاربرجک ولسوالۍ له زرنج ښار څخه ١٣٥کيلومتره لرې له ايران او پاکستان سره پوله لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP