جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): په لغمان ولايت کې د راتلونکو ټاکنو او د سولې د ټينګښت لپاره د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د لغمان د کرکټ مسوول ميوند مجاهد د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا شل اوريزې سيالۍ نن د دغه ولايت د څلورو کلبونو د لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې يادې سيالۍ د ابرار موسسې له خوا په لاره اچول شوې او د افغانستان کرکټ بورډ ځايي اداره ورسره تخنيکي همکاري کوي.
د ابرار موسسې د سيمه ييز دفتر مسوول نظري احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مخکې دوى دا ډول سيالۍ په کونړ کې هم په لاره اچولې او په راتلونکي کې به يې په ننګرهار ولايت کې هم په لاره واچوي.
نوموړي زياته کړه، چې د سياليو په پاى کې له کونړ او لغمان څخه يوه يوه غوره لوبډله د ننګرهار له دوو غوره لوبډلو سره لوبې کوي او يوه لوبـډله به اتله کېږي.
د احمدزي په وينا، له دغو سياليو موخه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کولو ته د خلکو رابلل او د سولې په برخه کې د هلو ځلو زياتول دي.
دى وايي، چې لوبې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ملي يووالي لپاره مهم رول لوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP