Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر کرزى: مرموز ترهګريز بريدونه پيل شوي

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٢) : ولسمشر حامد کرزى د لغمان د پرونۍ پېښې د غندلو ترڅنګ وايي، چې په دې وروستيو کې په مرموز ډول ترهګريز بريدونه ترسره کېږي.

پرون د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوزا پر ډزو د فوټبال پنځه لوبغاړي چې ځيني يې زده کوونکي او تازه له پوهنتون څخه فارغ شوي وو، ووژل شول.

له ارګ څخه د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

ولسمشر په کندهار کې د تېرې اونۍ د فوټبال د لوبغاړو وژل کېدو ته په اشارې سره ويلي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د دښمنانو له خوا يو شمېر مرموز ترهګريز بريدونه پيل شوي دي.

هغه زياته کړې: ((دا ډول مرموز بريدونه او له دې بريدونو څخه د رامنځته کېدونکو فشارونه، نه شي کولى چې افغانان د پرمختګونو او د هېواد له ګټو څخه لاس پر سر کړي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر تر پېښې وروسته د لغمان والي ته ټيلېفون وکړ او له هغه يې د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات وغوښتل او سپارښتنه يې ورته وکړه، چې د دې پېښې سمه پلـټنه وکړي.

ولسمشر دغه راز والي ته ويلي، چې د قربانيانو له کورنيو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.