کابل (پژواک،٥سلواغه ٩٢): چک هېواد ومنله چې په دې هېواد کې به افغان ځوانانو ته د تحصيل زمينه برابروي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د سلواغې په ٥مه له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر حامد کرزي نن د چک هېواد له ولسمشر “مېلوش زمن” سره په ارګ کې وکتل او دواړو ولسمشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، د چک هېواد ولسمشر له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د خپل هېواد د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغې کتنه کې دواړو مشرانو په چک هېواد کې افغان ځوانانو ته د تحصيل د زمينې د برابرولو په اړه هوکړه وکړه.
سرچينه وايي، په دې ليدنه کې د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د چک د ملي موزيم ترمنځ د همکاريو يو تفاهم ليک هم لاسليک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP