فيض اباد (پژواک ٦ سلواغه ٩٢): د بدخشان ولايت امنيتي ځواکونو د شپږو وسله والو مخالفينو د وژلو او د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په دوو سيمو کې د هغوى له فعاليت څخه خبر ورکړى دى.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګير کرامت وايي، وسله والو مخالفينو پرون مازديګر د جرم ولسوالۍ په پل سوچ سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې او دې نښتې دوه ساعته دوام درلود.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نښتې په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى د يوه قوماندان په ګډون څلور نور مخالفين او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
کرامت زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو خپل ټپيان د درملنې په موخه د خُستک درې روغتيايي مرکز ته لېږدولي دي.
د امنيت امر زياته کړه، چې د خُستک درې او د پل سوچ سيمې يوه برخه د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په ياده نښته کې پنځه امنيتي ځواکونه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
تېره اونۍ د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې هم د نښتې له امله څلور وسله وال مخالفين او د پوليسو يو افسر وژل شوي وو او شپږ نور وسلوال مخالفين ټپيان شوي وو، خو طالبانو بيا دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې د بدخشان والي ولي الله اديب ويلي، چې له وسلوالو مخالفينو څخه د وردوج ولسوالۍ له پاکولو وروسته، مخالفين اوسمهال جرم او يمګان ولسواليو ته تللي او له هغو ځايونو څخه د پټنځايونو په توګه کار اخلي، خو په دغو ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پلان په پام کې لري، تر څو د راتلونکي کال د ټاکنو امنيت لپاره امنيت خوندي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP