کندوز (پژواک ٦ سلواغه ٩٢): د کندوز خلک په ټاکنو کې د ګډون تر څنګ، د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کوي او وايي، چې ځوانان په خپلو مدني حرکتونو او غښتلي ځواک سره په ټاکنو کې له درغليو مخنيوى کولى شي.
دغه مطلب په هغه غونډه کې بيان شو، چې نن د ځوانانو، قومي مشرانو، ښځو او مخورو په ګډون د سلګونو کسانو په ونډې اخيستو سره په کندوز ښار کې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ځوانانو پر ونډې خبرې اترې وشوې او د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه يې وکړه.
ګډونوالو ويل، چې د خپلو مدني حقونو څخه د ساتنې لپاره رايه کاروي، خو په دې شرط چې حکومت او د ټاکنو تر سره کولو چارواکي، ټاکنې په روڼ او عادلانه ډول تر سره کړي.
په شمال لوېديځ زون کې د ځوانانو ملي ټولنې مشر نجيب الله عمرخېل وويل، چې دغه غونډه يې په راتلونکو ټاکنو کې د ځوانانو د رول د ثابتولو په موخه تر سره کړې او دغه ټولنه، چې له شا وخوا تېرو شپږو مياشتو راهيسې جوړه شوې، نو هڅه به وکړي، چې په ټاکنو کې د ونډې اخيستو لپاره ډېر ځوانان سره همغږي کړي او په ټاکنو کې يې د ونډې اخسيتو لپاره وهڅوي.
هغه زياته کړه: ” موږ د رڼو او له درغليو څخه د پاکو ټاکنو غوښتنه کوو او ځوانان په ښه توګه کولى شي، چې ټاکنيز بنسټونه په ټاکنو کې عدالت او روڼتوب رعايت کولو ته مجبور کړي.”
عمرخېل زياته کړه:” دا د ځوانانو حق دى، چې د سياست ميدان ته راشي او خپل برخليک د خپلې رايې په کارولو سره وټاکي.”
له بلې خوا د کندوز د ښځو چارو مشرې نادره ګياه له ښځو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره فعاله ونډه واخلي.
هغې زياته کړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ونډه مهمه ده او د رايې ورکونې کارتونو لپاره د پخوا په پرتله د ښځو ليوالتيا هم ډېره شوې ده.
مېرمن ګياه وويل: ” ځوانان نه يواځې د هېواد د راتلونکي برخليک ټاکونکي دي، بلکې د نن ورځې په سياست او حکومتوالۍ کې هم بايد مهم رول ولري.”
په کندوز کې د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي، چې تر دې دمه په دغه ولايت کې د څلوېښت سلنه ښځو په ګډون ١١٥ زره کسانو د رايې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکونې ٢٢ مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې دي، خو د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې تر ١٦ مې نېټې پورې، چې ټاکنې تر سره کېږي؛ دغه مرکزونه به په با امنه مرکزونو بدل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP