تالقان (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): وسله والو د تخار ولايت په چاه اب او بهارک ولسواليو کې دوه ورزشکاران او يوه ښځه وژلي دي.
د چاه اب ولسوال سيف الدين مشتاق وايي، چې دغه دوه ورزشکاران تېر ماښام له ورزشي کلپ څخه چاه اب ولسوالۍ ته د خپل کور پر لور روان وو، چې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شول.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ٢٢ کلن پدرجان او ٢٤ کلن عبدالجليل سره وروڼه وو او د غړو ښکلا (زيبايى اندام) په برخه کې يې ورزش کاوه.
مشتاق زياته کړه، چې د دوى د وژنې انګېزه معلومه نه ده، بريدکوونکي تښتېدلي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
چاه اب له تاجکستان سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده او خلک يې له ناقانونه وسله والو اندېښمن څرګندوي، خو امنيتي چارواکي وايي، چې دوى به په نږدې راتلونکي کې د دغو کسانو د بې وسلې کولو پروګرام عملي کړي.
په تېره يوه اونۍ کې دا پر ورزشکارانو درېيم بريد دى.
وسله والو موټرسايکل سپرو پنځه تنکي ځوانان د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل، چې په لوبه بوخت وو، د دې ترڅنګ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هم د فوټبال درې لوبغاړي په يوه راکټي بريد کې ووژل شول.
ولسمشر حامد کرزي هم دا وژنې د مرموزو تروريستي بريدونو په توګه يادې کړې او غندلې يې دي.
هغه ويلي، چې دا بريدونه د سولې او امنيت د دښمنانو له خوا د افغانستان پر بې ګناه ملکي وګړو ترسره کېږي.
د تخار په بهارک ولسوالۍ کې هم يوه مېرمن پر ډزو وژل شوې ده.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل، چې د دې مېرمنې مړى تېره شپه د خواجه چنګال په سيمه کې ترلاسه شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې لا هم د مېرمنې هويت او د وژنې عاملان نه دي مشخص شوي، خو په بدن يې د کلاشينکوف څلور مرمۍ لګېدلې دي.
د تخار د ښځو چارو رياست دا وژنه غندلې او د پېښې عاملينو په نيونې د ټينګار ترڅنګ وايي، چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د وژل شوو ښځو شمېر ١١ ته رسېدلى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP