لښكرګاه (پژواك ۷ سلواغه ۹۲): د هلمند د پوهنې چارواكي وايي، د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې له اوو كلونو راهيسې تړل شوي۳۰ ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.
د دې ولايت د پوهنې رياست اداري مرستيال محمد ولي سرحدي د سلواغې په ۷مه، خبريالانو ته په دې اړه جوړې شوې خبري ناسته كې وويل، د دغه شمېر ښوونځيو په بېرته پرانيسته كې قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ټولنيزو شوراګانو مسوولينو مرسته كړې ده.
نوموړي وويل، تېر كال په دې ولايت كې ۱۹۰ ښوونځي پرانيستي وو او ۱۳۰زره زده كوونكو زده كړې په كې كولې، خو له روان ښوونيز كال راپه دې خوا د پرانيستو ښوونځيو شمېر ۲۲۰ او د زده كوونكو شمېر يې ۱۶۳زره ته پورته شوى دى.
ده زياته کړه، په دغه شمېر زده كوونكو كې تر ۳۰زره زياتې نجونې دي، چې ډېرى يې په مركز لښكرګاه، ګرشك او مركزي ولسواليو كې زده كړې كوي.
سرحدي زياتوي، دغه شمېر ښوونځي د هلمند په مركز او شاوخوا ولسواليو كې د ناامنيو له امله په ۱۳۸۵ او ۸۶ ١٣لمريز كلونو كې بند شوي وو.
د ده په خبره، په نږدې ورځو كې به د دې ولايت په سوېلي او مركز ولسواليو كې لس نور ښوونځي هم پرانيستل شي، خو په شمالي ولسواليو كې لا په دې برخه كې پراخې ستونزې لري.
هغه وايي، ۱۳۰ ښوونځي لا هم تړلي دي چې ډېر يې په شمالي ولسواليو باغران، كجكي، موسى كلا، نوزاد، واشېر او سنګين کې دي، چې د بيا فعالولو لپاره يې هڅې روانې دي.
نوموړي يو ځل په شمالي ولسواليو كې له ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه كې مرسته ورسره وكړي.
هلمند چې د هېواد په سوېل لوېديځ كې موقعيت لري، د پوهنې وزارت په رسمي چوكاټ كې ۳۵۰ ښوونځي لري چې ۱۳۰ لا تړلي دي.