غزني ښار (پژواک ۷ سلواغه ۹۲): د غزني ولايتي شورا ته يو شمېر کانديدان او خلک وايي، چې زورواکي او مافيايي کړۍ غواړي ټاکنې په خپله ګټه وکاروي او ولايتي شورا ته د خپلې خوښې کانديدان ولېږي.
د غزني د ولايتي شورا غړی او راتلونکو ټاکنو ته نوماند نادر خان ګيروال وايي، په غزني کې تر حکومت مافيا زيات واک لري، زورواکي ډېر حاکم دي، له همدې امله به په هېڅ ډول رڼې ټاکنې ترسره نه شي او ولايتي شورا ته به ناکاره خلک لاره پيدا کړي.
هغه له چارواکو او په ځانګړې توګه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې د زورواکو د مداخلې مخه ونيسي تر څو خلک وکړاى شي په ولايتي شورا کې او د ولسمشرۍ لپاره د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
د ولايتي شورا يو بل کانديد علي درياب صالحي هم ورته اندېښنه لري او زياتوي، چې د غزني ټاکنې به رڼې نه وي او په هره برخه کې به زور واکي د ځان په ګټه رايې وکاروي.
هغه زياتوي، چې په تېرو ولسمشريزو او بيا وروسته په پارلماني ټاکنو کې هم په غزني کې پرېمانه درغلي وشوه.
د ده په وينا، چې ښايي حکومت د دغو زورواکو مخه هم ونه نيولى شي.
صالحي زياتوي، په تېرو ټاکنو کې دغو زورواکو د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکي هم ګواښلي وو، خو نوموړي د دغو زورواکو نوم وانه خيست.
د غزني ښار يو اوسېدونکى محمد اصف هم وايي، چې د غزني نا امنه حالت په خپله درغليو ته لاره پرانيزې او له بل لوري د مافيا او زورواکو پياوړتيا به هم د پراخې درغلۍ لامل شي.
خو د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي، که چېرې په ټاکڼوکې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا نوماندان د ټاکنو په ورځ خپل ناظرين ولري نو هېڅوک به د دې توان پيدا نه کړي چې په ټاکنو کې درغلي وکړي.
هغه هيله وښوده، چې دغه ځل ټاکنې به د تېرو هغو په پرتله رڼې وي او دوى به چا ته اجازه ور نه کړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر شاه جهان سروري هم وايي، چې د تېر په پرتله به ټاکنې له لاسوهنو خوندې او شفافې وي.
هغه زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو او کانديدانو د ناظرينو په مرسته به د هر ډول درغلۍ مخه ونيسي.