کابل ( پژواک، ٨ سلواغه ٩٢ ) : د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د پکتيا لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي اړونده څلورکسان ووژل شول او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې کورنيو ځواکونو ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې د عملياتو په ترڅ کې د پکتيا لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د نومول شوي والي ملا عبدالکريم څلور نږدې کسان ووژل شول او پنځه نور يې ژوندي ونيول شول .
په خبرپاڼه کې راغلي ،چې په دې عملياتو کې عامو وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP