Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

څلور وسله وال  طالبان  ووژل شول

کابل ( پژواک، ٨ سلواغه ٩٢ ) : د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د پکتيا لپاره د وسله والو  طالبانو د نومول شوي والي اړونده څلورکسان ووژل شول او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې کورنيو ځواکونو ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې د عملياتو په ترڅ کې د پکتيا لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د نومول شوي والي ملا عبدالکريم څلور نږدې کسان ووژل شول او پنځه نور يې ژوندي ونيول شول .

په خبرپاڼه کې راغلي ،چې په دې عملياتو کې عامو وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.