Language

لومړى تعقيب : جلال اباد ( پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۲ ) :  د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې نن سهار وخته ځانمرګی بريد وشو، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د سلواغې په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريد نن سهار وخته په شاوخوا څه دپاسه شپږو بجو شوی دی.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګی بريد ولسوالۍ ته نږدې پر لاره شوی، خو د مګړۍ يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

خو دامنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او نور ځاني زيان نه لري.

دى وايي ، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل مازدا موټر ته د ملي امنيت د مديريت او د ولسوالۍ ودانۍ ترمنځ پر سړک چاودنه ورکړې ده.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل ، چې په دې بريد کې يو شمېر پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا بريد ديوه موټر په وسيله ترسره شوى دى.

هغه زياته کړې، چې په دې بريد کې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.