کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٢): د تخار قومي مشرانو له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پرمهال شکايت وکړ، چې د دغه ولايت يو شمېر چارواکي له قانون څخه په سرغړونو او د ځمکو په غصب کې لاس لري.
له ارګ څخه د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د تخار ولايت يو شمېر مشرانو او مخورو، نن له غرمې مخکې په ارګ له ولسمشر حامد کرزي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د تخار دغو استازو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې شته ستونزې مطرح کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شمېر قومي مشرانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د تخار په ولايت کې يې يو شمېر چارواکي له قانون څخه په سرغړونه او د شخصي ځمکو په غصب تورن کړل.
سرچينه کاږي، د تخار قومي مشرانو له ولسمشر وغوښتل، چې د هغو کسانو مخه ونيسي، چې له دولتي موقفونو ناوړه ګټه اخلي.
ولسمشر حامدکرزي د تخار د مشرانو او مخورو د شکايت له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی شکايت به د تخار ولايت د چارواکو او د حاضر مجلس د استازو په حضور کې په يوه بله غونډه کې وڅېړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP