کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): سره له دې چې د “چنارک” د ډبرو سکرو کان د استخراج تړون له تېر يوه کال راهيسې له يوه افغاني شرکت سره لاسليک شوى، خو د پژواک اژانس لاسته راوړنې څرګندوي، چې لا هم په دغه کان کې د ځايي خپلسرو وسله والو له خوا غيرقانوني کيندنې کېږي.
د “چنارک” ډبرو سکرو کان د اوو کيلومترو په اوږدوالي د بغلان ولايت د نهرين او برفک ولسواليو د غرونو تر منځ موقعيت لري.
د کانونو او پېټروليم وزارت د دغه کان د اکشتاف او استخراج قرارداد د ١٣٩١ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د ((هاشمي ګروپ)) په نوم له يوې افغان کمپنۍ سره د لسو کلونو لپاره لاسليک کړى دى.
د دغه تړون له مخې، ياده کمپنۍ سربېره پر دې چې پر ياد کان به څلور ميليونه ډالره پانګونه کوي، د يو ټن سکرو په بدل کې به حکومت ته ١١٥٠ افغانۍ د امتياز حق هم ورکوي او د کان په ساحه کې د ژوند چاپېريال ساتنې ټولنيزو خدماتو ته هم ژمنه ده.
که څه هم د دغه تړون پر بنسټ دې کمپنۍ د تېرو دريو کلونو په اوږدو کې د کان اکتشافي پړاو بشپړ کړى، خو د کان له ساحې څخه عملي مشاهدې څرګندوي، چې د تړون له لاسليک وروسته د دغه کان د ډبرو سکرو استخراج او پلور دوام لري، چې د قانون خلاف بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اساسي قانون په نهمه ماده کې راغلي: ((کانونه او نورې طبيعي زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکيت دي.))
بلخوا د “هاشمي گروپ” کمپنۍ چارواکو د څرګندونو له مخې، د دغه کان د اکتشافي پړاو د نه بشپړېدو له امله تر اوسه د کان کره زېرمه نه ده څرګنده شوې.
د پژواک خبري اژانس خبريال د نهرين ولسوالۍ له يو شمېر اوسېدونکو سره د دغه کان د اوسني وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د ولسوالۍ دغه اوسېدونکو ويلي، چې خصوصي سکتور ته د دغه کان له سپارلو سره يې په کان کې کوم تغيير نه دى ليدلى.
دوى وايي: ((پخوا هم د هماغو کسانو له خوا استخراجېده او اوس هم د هماغو کسانو له خوا يواځې د مديريت په بدلون سره را ايستل کېږي.))
د نهرين د شين درې او چنارک سيمې اوسېدونکي د کانونو او پطروليم له وزارت څخه غواړي، چې د دغه کان د نا قانونه سپړنې مخه دې ژر تر ژره ونيسي، ځکه چې د دوى په خبره، چې د کان په دننه صوفونو کې د کان کيدنونکو لپاره د ساتنې او ژغورنې هېڅ ډول سيستم په نظر کې نه دى نيول شوى او که چېرې د کانونو وزارت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو امکان لري، چې بيا هم د تېر کال په څېر يوه انساني فاجعه تکرار شي.
د چنارک يوه اوسېدونکي زمان الدين پژواک ته وويل، نږدې يو کال کېږي چې خصوصي سکتور له دغه کان څخه د ډبرو سکاره باسي او وايي چې د کانونو له وزارت سره يې تړون لاسليک کړى دى.
هغه زياته کړه: ((هغه پخواني زورواکي، چې پخوا يې له دغه کان څخه د ډبرو سکاره ايستل اوس له کمپنيو سره همکار دي، د ډبرو سکاره باسي او د خپل ځان لپاره يې پلوري.))
نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، چې هاشمي ګروپ کمپنۍ له خلکو څخه د ډبرو سکرو د را ايستنې د مسووليت له اخيستو څخه وروسته هېڅ ډول خدمات نه دي ترسره کړي.
د چنارک درې يو بل اوسېدونکى حاجي محمدحسن وايي: ((کله چې دغه کان خصوصي سکتور ته وسپارل شو، نو موږ ورته زيات خوشحاله شوو، چې وروسته له دې به نو دغه کان د زورواکو له منګولو خلاص شي.))
ده وويل، نږدې يو کال کېږي، چې دا کمپنۍ ساحې ته راغلې، خو له کان څخه يې د زورواکو د استخراج هېڅ ډول مخه نه ده نيولې او غير قانوني کيندنې او پلور يې د پخوا غوندې اوس هم دوام لري.
د دې سيمې يو بل استوګن عبدالهادي وايي، چې دولت د دغه کان لاسليک له خلکو سره له مشورې پرته لاسليک کړى او ډېرى خلک د دغه تړون له لاسليک څخه نا راضه دي.
هغه وويل: ((د چنارک په کان کې له سلو زيات صوفونه شته، چې هر يو يې ځان ته بېل څښتن لري.))
د ده په خبره، هغه کارګر، چې د ډبرو سکرو له غارونو سکاره را باسي، نو يو په دريمه برخه يې د صوف مالک ته ورکوي او پاتې برخه يې خپل ځان ته پلوري.
نوموړي څرګنده کړه، د اندېښې وړ بل ټکى دا دى، چې د دغه کان صوفونه خوندي نه دي او اصلاً د ساتنې هېڅ کوم سيستم په کې په نظر کې نه دى نيول شوى.
د سيمې يو بل اوسېدونکى دلاور وايي، چې نږدې يو کال کېږي خصوصي سکتور په دغه کان کې خپل کار پيل کړى دى، خو تر اوسه يې هغه ژمنې نه دې پوره کړې، چې د پلونو، پلګوټو او کلينيکونو په اړه يې کړې وې.
دى وايي، چې هره ورځ له دغه کان څخه لس موټره سکاره لېږدول کېږي، خو لا هم تر کان پورې د دې ولسوالۍ سړک خراب دى، پلونه او پلګوټي يې چې څنګه پخوا ويجاړ شوي وو، هغسې پراته دي.
دلاور زياته کړه: ((موږ څو ځلې نيت وکړ، چې لاريونونه وکړو، څو شرکت او دولت د دغه کان له عوايدو زموږ سړک او پول را جوړ کړي، خو څو زورواکو، چې له کمپنۍ څخه حق اخلي، د دې اجازه رانه کړه.))
هغه همدارنګه وويل، چې کله د دغه کان کار کوونکي ټپيان يا مړه شي، نو د دولت او کمپنۍ له خوا ورسره هېڅ ډول مرسته نه کېږي.
د دغه ځايي استوګن په وينا، همدا اوس هم په دغه کان کې د صوفونو (غارونو) د را لوېدو له امله څو ټپي شوي کارګر د کندوز په دولتي روغتون کې بستر دي، خو د کمپنۍ له خوا له دوو زرو افغانيو پرته ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
ځيني کارګر چې په چنارک کان کې کار کوي، له پژواک سره يې په خبرو کې د دې پخلى وکړ، چې د کان د استخراج په پروسه کې هېڅ ډول مثبت بدلون نه دى راغلى.
د چنارک کان يو کار کوونکى محمدابراهيم وايي، چې هره ورځ نږدې سل منه سکاره د کان له صوف څخه ترلاسه کوي، چې يو پر دريمه برخه يې د صوف مالک اخلي او پاتې نور يې من په لس افغانۍ پر شرکت پلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کان د کارکوونکو په وينا، شرکت له کارګرو د ډبرو سکاره تر پېرلو وروسته په بازار کې من په ١٨ افغانۍ پلوري.
د دغه کان يوه بل کارکوونکي حميد وويل، چې يو کار کارګر د ٨ ساعتونو په جريان کې له ١٠٠ تر ١٢٠ منه سکاره په کان کې کني او وروسته يې د خرو په وسيله له کانه را باسي.
نوموړى وايي، کله چې دغه کان خصوصي سکتور ته وسپارل شوي، نو په کاري وضعيت کې يې هېڅ بدلون نه دى راغلى.
هغه پژواک ته وويل: ((د شرکت له راتلو وړاندې به مو د ډبرو سکاره پر دولت او سوداګرو خرڅول، خو اوس يې په خصوصي سکتور پلورو.))
د سيمې اوسېدونکى ديارلس کلن سمېع چې هره ورځ پر خپل خره د کان له صوف څخه د ډبرو سکاره را باسي او بيا يې بازار ته لېږدوي وايي، چې د ورځې له ٥٠٠ تر ٧٠٠ افغانيو پورې کار کوي.
سمېع له يوه کال راهيسې پر دغه کار بوخت دى.
هغه پژواک ته وويل: ((پلار مې د شپې له خوا په کان (صوف) کې د ډبرو سکاره کيندي او زه يې بيا سهار پر خره ولسوالۍ ته لېږدوم.))
د صوفونو ځيني خاوندان هم د چنارک ډبرو سکرو د استخراج وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د سيمې اوسېدونکى اسحاق، چې خپل ځان په دغه کان کې د دريو صوفونو مالک ګڼي وايي، چې شرکت له څو زورواکو سره لاس يو کړى، د ده او د سيمې د ځينو نورو کسانو صوفونه يې ونيول او هره ورځ ترې سکاره وباسي.
نوموړي وويل، چې پخوا په دغو دريو صوفونو کې ٤٠ کسانو کار کاوه، خو اوس يې ټول وزګار دي.
د سيمې دغه اوسېدونکي وويل: ((که چېرې دولت زموږ او کارګرو غوښتنو ته پام ونه کړي، نو لاريون کوو او شرکت له ساحو باسو.))
د امين په نوم د سيمې يو ارباب چې خپل ځان د چنارک د ډبرو سکرو په کان کې د دريو صوفونو مالک را پېژني، پژواک ته وويل، مخکې له دې چې دغه کان خصوصي سکتور ته وسپارل شي، نو يو ټن سکاره د صوف مالک ته له ٢٥٠٠ څخه تر ٢٧٠٠ افغانيو پورې تمامېدل، خو اوس يو ټن په ١٥٠٠ افغانۍ ورته تماميږي.
امين يادونه وکړه، چې پخوا به د صوف مالکانو د ډبرو سکاره مخامخ پر پېرونکو پلورل، خو اوس يې په کمه بيه په کمپنۍ پلوري او کمپنۍ يې بيا پر هغو مراجعو پلوري، چې قرارداد يې ورسره کړى دى، همدا کار د دې لامل شوى، چې د صوفونو د مالکانو عايد راکم شي.
د نهرين ولسوالۍ مسوولين سربېره پر دې چې د چنارک کان د استخراج وضعيت د
اندېښنې وړ بولي، وايي چې له هاشمي ګروپ سره د دغه کان د تړون د لاسليک په اړه هېڅ خبر نه دي.
د نهرين ولسوال عبدالفتاح عاطف د خلکو د خبرو د پخلي ترڅنګ وويل: ((موږ د چنارک د ډبرو سکرو د کان په اړه له هاشمي ګروپ کمپنۍ سره د شوي قرارداد په اړه معلومات نه لرو، تر اوسه له ولايت مقام او يا امنيې قوماندانۍ موږ ته رسماً کوم مکتوب نه دى را رسېدلى.))
ولسوال له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، هر وخت چې د ولايت مقام دوى ته خبر ورکړي، چې دغه کان په غير قانوني او غير معياري ډول کيندل کېږي، نو دوى د دې واک لري، چې د کيندلو پروسه يې بنده کړي.
نوموړي ګواښ وکړ، چې که د کان د استخراج وضعيت او د کارګرانو د ساتنې سيستم ته پاملرنه ونه شي، امکان لري که بيا هم د څو کاله مخکې په څېر يوه انساني فاجعه رامنځته شي.
د نهرين ولسوال هم د ډبرو سکرو نا معياري استخراج تاييد کړ او زياتوي، چې نږدې يو کال کېږي د دغه کان استخراج د هاشمي کمپنۍ له خوا پيل شوى دى.
بلخوا بيا د بغلان والي سلطان محمدعبادي هم د ډبرو سکرو تړون د متن په اړه بې خبري ښيي او وايي چې ولايت اصلاً په دې اړه هېڅ خبر نه لري، چې د چنارک د ډبرو سکرو تړون ل
ه هاشمي ګروپ کمپنۍ سره څه وخت لاسليک شوى او په تړون کې څه راغلي دي.
عبادي له پژواک سره په مرکه کې وويل: ((تر اوسه له مرکزه راته کوم رسمي مکتوب نه دى راغلى، چې د دغه کان تړون له چا سره تر کومو شرايطو لاندې شوى دى.))
د بغلان والي وايي، هر تړون چې په مرکز کې کېږي او په هر ولايت پورې اړوند وي، نو بايد د هغه ولايت چارواکي خبر شي، څو د قرارداد له مخې يې سمه څارنه وشي.
هغه ومنله چې د تړون له متن څخه خبر نه دى، خو پوهېږي چې د دغه کان استخراج په نا معياري ډول ترسره کېږي او سم نه پوهېږي، چې استخراج يې له تړون سره سم دى او که نه؟
په ورته وخت کې د بغلان ولايت د خصوصي سکتور رييس عبدالقدير خرمي هم د نهرين ولايت د چنارک او شين درې د کانونو د تړون په اړه بې خبري وښوده او ويې ويل: ((بايد د و
لايت مقام او د دغه ولايت د خصوصي سکتور برخه د دې ډول تړونونو په اړه خبر شي، خو له بده مرغه چې په بغلان ولايت کې دا ډول نه دي شوي.))
بلخوا بيا د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رييس عبدالخالق تصميم د چنارک کان د تړون په اړه وايي: ((قرارداديان بايد د قرارداد مطابق عمل وکړي، خو دا چې تر اوسه يې ولې له قرارداد سره سم عمل نه دى کړى، موږ هم ورته اندېښمن يو.))
هغه زياته کړه، چې د کانونو او پيټروليم وزارت په چوکاټ کې د تفتيش او څارنې رياست شته، چې چارواکي يې د کانونو کنټرول او څارنه کوي، خو دا چې تر اوسه يې ولې د چنارک کان د ناقانونه کيندنو د مخنيوي په اړه اقدام نه دى کړى، له دې اداري سره يې په اړه کوم معلومات نشته.
خو د هاشمي ګروپ کمپنۍ چارواکي وايي، چې د چنارک د ډبرو سکرو د اکتشاف او استخراج تړون يې د کانونو له وزارت سره لاسليک کړى ، د دوى پر وړاندې ټولې شوې ادعاوې ردوي او وايي، چې دوى د کانونو او پيټروليم د وزير سند په لاس کې لري، چې دوى ته يې د اکتشاف پړاو تر بشپړتيا پورې د استخراج اجازه ورکړې ده.
د دغه سند په متن کې، چې د پژواک اژانس په واک کې ورکړل شوى، راغلي: ((هاشمي ګروپ شرکت د يوه مکتوب په ترڅ کې د کانونو او پيټروليم له وزارت څخه غوښتنه کړې، چې له ٤٠ کلونو راهيسې له ٥٠٠ تر ٦٠٠ کسانو پورې د ډبرو سکرو کيندنه کوله او له دې لارې يې خپل ژوند چلاوه، خو د دې لپاره چې په ساحه کې د خلکو له خوا کومه ستونزه جوړه نه شي او تنخواوې يې پرې نه شي، نو د دغه کان له څو غارونو د کيندنې امر يې دغه شرکت ته ورکړل شي.
په دغه مکتوب کې د هاشمي ګروپ له لوري ويل شوي، د ډبرو هغه سکاره چې د دې هوکړې له مخې په اکتشافي پړاو کې د نهرين ډبرو سکرو له کان څخه استخراجېږي، د هاشمي ګروپ او کانونو وزارت د تړون پر بنسټ محاسبه کېږي.
د دغه وړانديز په پاى کې د کانونو او پيټروليم وزير، موضوع د دغه وزارت د کادستر رياست ته راجع کړه، چې دغه رياست هم د کانونو وزير د لاسليک په پاى کې هاشمي ګروپ ته د دغه شرکت له وړانديز سره سم د استخراج مشروطه اجازه په داسې حال کې ورکړه ده، چې لا هم د دغه کان د
اکتشافي پړاو کارونه روان دي.))
د هاشمي ګروپ شرکت اداري رييس ذبيح الله يادګار پژوک ته وويل، تر څو چې د دوى اکتشافي پړاو بشپړېږي، د سيمې اوسېدونکو ته يې اجازه ورکړې، چې له کان څخه استخراج وکړي، خو همدا چې کار يې بشپړ شو، نو د خلکو صوفونه به په بشپړ ډول بند کړي.
د هاشمي ګروپ اداري رييس تاييدوي، چې ځيني مغرض او زورور کسان په ساحه کې شته، چې د دوى د کارونو د پرمختګ مخه نيسي.
نوموړي په ځانګړي ډول خلکو ته د ټولنيزو خدمتونو وړاندې کولو يادونه وکړه، چې د کلينيک، حمام او يوه جومات ودانۍ نهايي شوې او په پام کې ده، چې دوه نور پلونه، اته پلچکونه او استنادي دېوالونه هم د سيند پر غاړه جوړ کړي.
يادګار زياته کړه، چې د دوى د کمپنۍ د کان کيدنې وسايل، د ژغورنې م
جهزه ډله او د سروې پرمختللي ماشينونه په ساحه کې شته، چې د ده د خبرو پر بنسټ، دى توانېدلى چې تر اوسه پورې ٤٠ هغه صوفونه چې پر خپلسر کيندل شوي وو، بند کړي او هڅه کوي، چې نور صوفونه هم د اکتشاف پړاو په بشپړېدو سره بند کړي.
هغه زياته کړه، چې د دوى له کمپنۍ سره د دغه کان د اکتشاف او استخراج له تړون مخکې ځايي زورواکو د دغه کان نا قانونه او غير فني استخراج کاوه، خو د تړون په لاسليک کېدو سره يې د غير قانوني استخراج مخه ونيول شوه، چې دولت ته ښه عوايد هم لري، خو ده د دغو عوايدو رقم څرګند نه کړ.
د بغلان د کانونو رييس شاه محمود، په داسې حال کې چې د دغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کې له چنارک کان څخه د هاشمي ګروپ له خوا د ډبرو سکرو استخراج تاييدوي، خو وايي چې د “وزيرانو په کمېسيون” کې دې کمپني ته اجازه ورکړل شوې، څو د اکتشاف پر مهال د ډبرو سکرو په استخراج او پلور هم پيل وکړي.
د فيزاد د معلوماتو له مخې، دا چې دې کمپنۍ ته د استخراج اجازه ورکړل شوې، دليل يې دا دى، چې دا کمپنۍ د اکتشاف پر مهال کړي لګښتونه تر يوې کچې د ډبرو سکرو له استخراج او پلور څخه پوره کړي دي.
د بغلان د کانونو رييس وايي: ((هر وخت چې له دغه کان څخه د استخراج بشپ
ړ او د اکتشاف پړاو ودروو، نو د کانونو وزارت او حک
ومت د عوايدو برخه زيان ويني، نو له همدې امله اړ شوو، چې د استخراج اجازه ورکړو.))
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کانونو د اوسني قانون د ٢٥مې مادې په دويم بند کې د کانونو د اکتشافي فعاليتونو په اړه راغلي: ((اکتشافي فعاليتونه د ګټې اخيستنې پر فعاليتونو نه شي بدليدى، خو هغه وخت چې د منرالي اکتشافي جواز ليک لرونکى د دغه
قانون له احکامو سره سم د منرالي ګټه اخيستنې جواز ليک هم واخلي.))
له بلې خوا په داسې حال کې چې د سيمې اوسېدونکي د ډبرو سکرو کان پ
ه صوفونو کې د امنيت او ساتنې د لازمو تدابيرو له نشتوالي شکايت کوي، د بغلان د کانونو رييس ادعا کوي، چې هاشمي ګروپ کمپنۍ ښه وسايل په واک کې لري او د ده په خبره، د ساتنې د سيستم خدمات هم په نظر کې نيول شوي دي.
د بغلان ولايت د کانونو او پيټروليم رييس زياتوي، پخوا به چې د سيمې يوه اوسېدونکي د کان په صوفونو کې د ډبرو سکرو په را ايستو پيل کاوه، نو د هماغه کس په نامه به يادېده، ځکه قانون په هغه وخت کې په سم ډول نه پلى کېده، خو اوسمهال دغه کان د هاشمي ګروپ کمپنۍ په واک کې دى او استخراج يې يواځې همدا شرکت کوي.
د ځمکنيو کانونو د استخراج کارپوهان په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو په برخه کې په دې نظر دي، چې په افغانستان کې د کانونو خپلسرې کېدنه دغو کانونو ته زيان رسوي.
د کابل د پولي تخنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهني د ګټورو موادو د استخ
راج ډيپارټمنټ امر دوکتور مير فخرالدين وايي، چې د افغانستان د ډبرو سکرو د کانونو اوسنۍ په خپل سر کيندنه کې د کانونو عمر په نظر کې نه نيول کېږي، په داسې حال کې چې ټول کانونو بايد له يوې بشپړې طرحې سره استخراج او د کانونو کندن کاري بايد د يوې سمې نقشې له مخې د استخراج وړ توکو له موقعيت څخه ترسره شي.
د ځمکنيو زېرمو دغه کارپوه زياتوي، چې د کانونو ډېرى کيندونکي، چې کله د کان کيندني په بهير کې له ستونزو سره مخ کېږي، د خپلې ستونزې د حل په موخه خپل مسير بدلوي چې دا ر
وش د کان په دننه کې، کاني توکو ته زيان رسوي.
د دغه کارپوه د معلوماتو له مخې، دجيولوژي سروې هغه راپورونه چې د ١٣٧١ لمريز کال او په افغانستان کې له سياسي تحول څخه وړاندې ترسره شوې، څرګندوي چې په هېواد کې شته د ډبرو سکاره ١٢٤ ميليون ټنو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د افغانستان د ځمکنيو زېرمو په اړه د امريکا فضايي سروې څرګندوي، چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو ټوليزې زېرمې له يو ميليارد ټنو څخه زياتې دي، خو د ده په خبره، دا سروې هم کره نه ده او امکان لري، چې د دغو زېرمو ټوليزه اندازه له دې هم زياته وي.