Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار په مرکز کې سيلابونو په لسګونو کورونه ويجاړ کړل

 تالقان، کندوز(پژواک، ١٧سلواغه ٩٢): په تخار ولايت کې په لسګونو د استوګنې کورونه سيلابونو لاندې کړي او له ١٥٠٠زرو جريبو زياته ځمکه په کندوز ولايت کې د يوه سربند د ماتېدو له امله زيانمنه شوې ده.

د ا سيلابونه په تالقان ښار کې د سعيد نهر د اوبو د ډېروالي له امله راغلي او په ټوله کې يې د استوګنې ٤٠ کورونه ويجاړ کړي او خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.

ځينو زيانمنو د خپلو خپلوانو کورونو ته پناه وړې او د مرستو غوښتنه کوي.

  د نهرسعيد اوسېدونکي  رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل:(( وړم کال مې درې خونې جوړې کړې وې، خو اوس اوبه ورننوتې، زما ټوله هستي او نيستي يې له منځه يوړه.))

هغه ادعا وکړه، چې په دې پېښه کې ورته پنځه سوه زره افغانۍ زيان اوښتى.

  رحمت الله زياته کړه، چې اوس يې دخپلوانو په کور کې اوسېږي  او له دولت څخه غواړي، چې له دوى سره لومړى د خوراکي توکو او جامو او وروسته بيا د کورونو د بيارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

 د تخار ولايت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر عبدالرازق زنده  وايي، چې زيانمن د ژغورنې ډلې له خوا چې پوليس او له پېښو سره دچمتو والي ادارې  کارکوونکي په کې شامل دي، امنو ځايونو ته لېږدول شوي دي.

  هغه زياته کړه، چې په ټوله کې ٤٠ د استوګنې کورونه د نهرسعيد، قچي او بابه ظريف په ساحه کې زيانمن شوي، چې د کورونو چتونه لوېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.

له پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چې د ژغورنې ډلې اوس د کانال په پاکولو بوختې دي او ډېر ژر به له زيانمنو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د خوړو نړيوال سازمان WFP په ګډون ځينې موسسو د زيانمنو سره د مرستې اعلان کړى دى.

 په ورته وخت کې د تخار ولايت د فوايدعامې رياست وايي، چې ددې ولسوالۍ د ١٢ ولسواليو لارې، چې  د درنې واورې ورېدنې له امله د درېيو ورځو راهيسې د ترافيکو پرمخ تړلې وې، اوس خلاصې شوې، خو د ځينو لارې يې يو ځل بيا دتېرې شپې د واورې ورېدنې له امله يو ځل بيا بندې شوې دي.

 له بلې خوا سيلابونو د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د نواباد سربند ويجاړ کړى  او له امله يې ١٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه شوې ده.

  ځايي چارواکي وايي،چې  ملي اردو او پوليس  سيمې ته ورسېدل،  په کم وخت کې يې د خلکو په مرسته  د اوبو مخه واړوله  او دا ستونزه يې حل کړه.

د چهاردرې ولسوال زلمي فاروقي پژواک ته وويل، چې د استوګنې دا ٢٠ کورونه هم د سيلابونو له امله ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له زيانمنو سره يې دمرستې لپاره له ولايتي چارواکو سره خبرې کړي  او ډېر ژر به ورسره مرسته وشي.

 په کندوز کې له پېښو سره د مبارزې چمتو والي کمېټې استازى عبدالسلام وايي، چې په چهار دره کې پنځه شپانه له څارويو سره ورک شوي دي.

 دده په خبره، تر اوسه پورې د يوه شپانه مړى پيدا شوى، چې د ډېرې يخنۍ له امله مړ شوى وى.

 مخدوم زياته کړه، چې د کرنې رياست له سيلاب ځپلو سره د يو نيم ټن خوراکي توکو مرسته کړې ،  ددې ترڅنګ يې ٣٠ بورۍ حيواني خوراکه  کوچيانو ته  لېږدولې او د يوه ګومارل شوي پلاوي له خوا يې وېشلي، چې څاروي يې په چهار دره کې  له خطر سره مخ وو.

  د ويلو ده، چې دوه شپې وړاندې ٢٥٠٠ پسونه له خپلو  شپنو سره  د کندوز په ابدان دښته کې د زياتې واورې اورېدو له امله بند پاتې وو، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا وژغورل شول.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.