Language

د جلال اباد چاودنه کې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي

جلال اباد (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): د جلال اباد ښار په شوې چاودنه کې يو تن وژل شوى او ٨  نور ژوبل دي.

دغه چاودنه نن (د سلواغې ١٩مه) شاوخوا يوه بجه د جلال اباد ښار د دويمې حوزه اړوند د نجارانو په کوڅه کې شوې ده.

د اميرزاده په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې ماين تر يوه پولګوټي لاندې ځاى پر ځاى شوى و .

سرچينې زياته کړې، چې د چاودنې پر مهال په ساحه کې هېڅ موټر نه و خو نه پوهېږي چې د چاودنې هدف څوک و.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي هم چاودنه تاييد کړه او ويې ويل، چې په چاودنه کې يو تن وژل شوى او څلور نور ژوبل دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون يوه مړه ماشومه او ٨ عام وګړي ژوبل ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ژوبلو کسانو کې يوه مېرمنه ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.