Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢ ): د پکتيکا ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو سلګونو اوسېدونکو په ښرنې ښار کې د امنيه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ په ملاتړ لاريون وکړ او د هغه د نه بدلولو غوښتنه يې وکړه.

دغه مشران، چې دولايت مقام د غونډو په تالار کې راغونډ شوي وو، له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه ، چې د پکتيکا د خلکو په غوښتنه دې امنيه قوماندان په دې حساسو شېبو کې بل ولايت ته نه بدلوي .

د اورګون  زون قومي مشر ګل باز  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټاکنوته ډېر لږ وخت پاتې دی او امنيتي  چارواکي  د امنيت لپاره په پلان جوړولو لګيا دي.

نوموړی زياتوي، امنيه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ ددې ولاېت اوسېدونکی  او په دې ولايت کې د خپلې دندې  په برخه کې  ډېره تجربه لري.

دده په خبره، په دې وروستيو کې د امنيه قوماندانۍ د ښې رهبرۍ له امله د مرکز ښرنې په ګډون ګڼو نا امنو سيموکې امنيت تامين شوی او نور هم د ښه کېدو په حال کې دی.

  د کټواز سيمې  قومي مشر محمدرحيم پژواک اژانس ته وويل، چې امنيه قوماندانۍ د روانو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالى نيولى او که چېرې امنيه قوماندان لرې شي، نو ستونزې به پيدا شي.

نوموړي ټينګار وکړ ، چې امنيه قوماندان په خپله دنده کې بريالی دى او که مرکزي دولت غواړي ، چې په پکتيکا کې امنيت تامين وي، بايد هغه نور هم پرخپله دنده پاتې شي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله رښتيني پژواک ته وويل ،چې امنيه قوماندان د وزارت پردغه  پرېکړه ،چې دی يې له دندې ګوښه کړی ، خوښ دی.

خونوموړی زياتوي، چې د پکتيکا ګڼ شمېر اوسېدونکي او مشران نن د امنيه قوماندانۍ مقام ته راغلي وو  له نوموړي څخه په دې ولايت کې پردنده د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او له هغه څخه يې کلک ملاتړ څرګند کړ.

نن په اورګون ولسوالۍ کې هم د ياد زون د نهو ولسواليو خلکو د امنيه قوماندان په ملاتړ لاريون ترسره کړ.

د يادونې ده ، چې کورنيو چارو وزارت د پکتيکا د امنيه قوماندان د ګوښه کېدو امر کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.