ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويه څارنوالي: د بګرام زندان ٦٥ نور زندانيان هم ازاديږي

لويه څارنوالي: د بګرام زندان ٦٥ نور زندانيان هم ازاديږي

author avatar
11 Feb 2014 - 18:06
لويه څارنوالي: د بګرام زندان ٦٥ نور زندانيان هم ازاديږي
author avatar
11 Feb 2014 - 18:06

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢): لويه څارنوالي وايي، چې د بګرام زندان له ٨٨ زندانيانو د ٦٥ د پرېښودو امر يې صادر کړى دى.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي نن (د سلواغې ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو زندانيانو د پرېښودو پرېکړه پرون د دې ادارې له لوري شوې ده.

د عزيزي د معلوماتو له مخې، د لويې څارنوالۍ پر دنده ګومارل شوي پلاوي، د “بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې” له لوري ټولې ٨٨ ورلېږل شوې دوسيې په بشپړ غور سره څېړلې او په پايله کې يې ٦٥ دوسيې له شواهدو او اسنادو خالي بللې دي.

د لويې څارنوالۍ وياند په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د لويې څارنوالۍ له لوري ګومارل شوي پلاوي د پاتې ٢٣ نورو قضيو څېړنې هم پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړه، چې لويې څارنوالۍ د خپل ګومارل شوي پلاوي د څېړنو او د جزايي اجرااتو د قانون د نهه دېرشمې مادې له مخې، د يادو ٦٥ دوسيو دوران په ډېر غور سره پاى ته رسولى دى.

د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې د څېړنو له مخې دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د مرغومي په ٩مه د دغه زندان ٦٥٠ زندانيان بې ګناه وبلل او له زندانه خوشي شول.

د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړي عبدالشکور دادرس په وينا، دې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړل، چې تر مرغومي مياشتې يې له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ زندانيان بې ګناه وپېژندل شول او ازاد شول.

نوموړي ويلي وو، چې دغه زندانيان له کومو شواهدو او اسنادو پرته او ځيني يې تر دې پورې، چې له خپل جرمه خبر شي، د بهرنيو ځواکونو له لوري په بګرام زندان کې زنداني شوي وو.

د بګرام زندان دوسيو ته د لاسرسي کمېټې دغه غړي ويلي: “په ترسره شوو څېړنو کې څرګنده شوه، چې دغه کسان د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف په زندان کې اچول شوي او له دوى څخه د ترلاسه شوو څېړنو اسناد ښيي، چې په هغو کې د دوى ګوتې او لاسليکونه هم نشته.”

ولسمشر کرزي د روان کال د وري په ١٧مه د يوه فرمان په ترڅ کې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي په موخه درې کسيزه کمېټه وټاکله او دې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د شکمنو، تورنو او د هغو کسانو وضعيت، چې له شواهدو او ثبوتونو پرته نيول شوي، وڅېړي.

 په بګرام زندان کې، چې په پروان ولايت کې شتون لري، بنديان د ترهګريزو فعاليتونو په شک او تور په کې ساتل کېږي.

د بګرام زندان مسووليت، د روان کال د وري په ٥ مه له امريکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو او د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانانو نيول او په دغه زندان کې د هغوى ساتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجو لامل شوي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.