کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): په هرات کې ځينو ښځينه زندانيانو له دې امله په اعتصاب لاس پورې کړى، چى د دوى په وينا، دوسيو ته يې لاسرسى نه کيږي.
د هرات څارنوالۍ مشرې ماريا بشير وويل، په وژنو او انسان تښتونو تورونو ديارلسو مېرمنو له تېرې ورځې راهيسې له دننه د زندان دروازې تړلي او شاوخوا سلو نورو زندانيانو ته هم له دغه ځاى څخه د وتو اجازه نه ورکوي.
د هغې په وينا، اعتصاب کوونکو د زندانيانو په اړه د ولسمشر د فرمان پر پلي کېدو نيوکه کړې او د ولسمشر د تخفيف او بښنې په فرمان کې يې په تښتونو او وژنو کې د تورنو کسانو د شاملېدو غوښتنه کړې ده.
ماريا بشير زياته کړه، نوموړې د هرات محکمې له مشر سيد عبدالغفار زبير سره يو ځاى نن د هرات د ښځينه زندان د ستونزې د حل لپاره دغه زندان ته ورغلې وه، خو زندانيانې خبرو کولو ته حاضرې نه شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن