ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ او بلخ کې د ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې

author avatar
16 Feb 2014 - 19:18
author avatar
16 Feb 2014 - 19:18

اسعداباد، مزارشريف (پژواک ٢٧سلواغه ۹۲): په کونړ او په مزار شريف کې سلګونو کسانو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې وکړې.

په کونړ ولايت کې د حزب اسلامي ګوند د ولايتي دفتر مشر نصرالله ساپي د سلوغې په ٢٧مه، خپلو پلويانو ته له ډاکټر عبدالله سره د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي د ايتلاف په اړه معلومات ورکړل.

نوموړى وايي: ((دواړه ګوندونه (حزب اسلامي او جمعيت اسلامي) په افغانستان کې د مجاهدينو لوى ګوندونه دي، چې اوس يې د يوې سالمې ادارې د جوړښت په موښه ايتلاف کړى  او ژمنه يې کړې، که چېرته بريالي شي، نو له هر ډول  درغليو، فساد، قومي او نژادي توپير پرته به يوه پاکه اداره رامنځ ته کوي.))

بل خوا د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند ډاکټر ډاکټر عبدالله عبدالله په پلوۍ د سلګونو کسانو غونډه وشوه.

دغه غونډه، چې د سلواغې په ۲۷مه، د مزارشريف ښار په يوه هوټل کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې يې ((نداى جوانان افغانستان)) مدني ټولنې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ.

د يادء ټولنې مشر ډاکټر نورالدين همت پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د تېرو څو ورځو په ترڅ کې مو د ټولو کانديدانو په اړه فکر کاوه او دې پايلې ته ورسېدو، چې بايد د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ وکړو.))

نوموړي زياته کړه، ياده غونډه يې د همدې ملاتړ په موخه جوړه کړې وه، چې د شمال زون د پنځو ولايتونو ځوانانو او مشرانو او د ولسي جرګې ځينو غړو په کې برخه اخيستې وه.

د يادونې وړ ده، چې دا په مزار شريف کې د ټاکنيزو مبارزو له پيله تر دې دمه لومړۍ غونډه ده، چې د ولسمشريزو ټاکنو د يو نوماند په ملاتړ جوړېږي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.