مزارشريف (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٢): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې په مزارشريف کې به د کانکور په ازموينه کې تر ٢٥زره ډېر زده کوونکي چې ۴۰سلنه يې نجونې دي، برخه واخلي.
دغه ازموينه د سلواغې په ۲۸مه د مزارشريف په پنځوحوزو کې پيل شوه، چې تر راتلونکو دريو ورځو به پاى ته ورسېږي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال پوهنمل عثمان په بلخ کې د کانکور ازموينې د پيل په شېبو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد په کچه د کانکور د ازموينې په ۳۹ مه حوزه- بلخ کې د کانکور ازموينه پيل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ د کانکور په ازموينه کې ۲۵ زره او ۳۰۰ زده کوونکي برخه اخلي، چې ۴۰سلنه يې نجونې دي.
د هغه په وينا، د کانکور ازموينه په مزارشريف ښار کې په پنځو حوزو کې اخيستل کېږي، چې له تخنيکي او امنيتي پلوه ورته ښه چمتووالى نيول شوى دى.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد چې د ازموينې د څارنې لپاره ورغلي و، پژواک ته وويل، دوى پرېکړه کړې چې په راتلونکو دريو ورځو کې به د کانکور ازموينې څارنه وکړي.
بلخوا د مزارشريف اوسېدونکى احمد ويس وايي، د کانکور لپاره يې خپل نوم ثبت کړي و خو نوم يې اوس د ګډنوالو په لېست کې نشته.
د هغه په وينا، هيله کوي چې د ازموينې تر دريمې ورځې يې ستونزه حل شي.
خو د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال وايي، د ځينو زده کوونکو نومونه د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له لېست څخه ايستل شوي او هڅې روانې دي، چې د کانکور تر دريمې ورځې پورې دغه نومونه لېست ته داخل شي.
د هغه په وينا، سربېره پر دې ځيني داسې د کانکور ګډونوال هم وو، چې د کانکور په ازموينه کې د ګډون شرايط يې نه و پوره کړي.
د بلخ پوهنتون رييس پوهاند مکمل الکوزي پژواک ته وويل، په بلخ پوهنتون کې ۱۶ پوهنځي دي، چې د کانکور ازموينې د لومړي چانس لپاره ورته د ۳زره محصلينو د جذب اسانتياوې لري.
د لوړو زده کړو علمي مرستيال په وينا، يوازې د هرات او کابل د کانکور ازموينه پاتې ده او نور په ټول هېواد کې د کانکور ازموينه اخيستل شوې، چې له ۱۵۰ زره ډېرو زده کوونکو په کې برخه اخيستې ده.
په مزارشريف کې د کانکور ازموينه په داسې حال کې پيلېږي، چې تېره ورځ د هرات ولايت کانکور ازموينه د پوښتنپاڼو د وتلو په غبرګون وځنډول شوه.
تر دې مخکې د لوړو زده وکړو وزارت د لوګر ولايت د کانکور ازموينه د درغليو له امله لغوه اعلان کړې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن