Language

پوليس: د سروبي ځانمرګي بريد کوونکي په چادريوکې راغلي وو

 کابل(پژواک٢کب٩٢) : د کابل د امنيه قوماندانۍ پوليس وايي ،چې د سروبي ولسوالۍ د ننني بريد ځانمرګو بريد کوونکو چادرۍ پر سر کړې وې .

  د کابل د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان  دي ، خو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

 ويل کيږي ، چې دغه بريد نن سهار شاوخو ٦نيمې بجې هغه مهال پيل شو ، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي د سروبي ولسوالۍ مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک موتر ته چاودنه ورکړه او دوه  نور بريدکوونکي د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل .

 په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياد شوي دوه بريدکوونکي د ولسوالۍ د ودانۍ دهليز ته ننوتي و او يو ساعت يې له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه ، چې په پايله کې ووژل شول.

 سرچينه وايي،چې اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي .

له دې مخکې د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ظاهر ويلي و،چې د سروبي ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ بريد شوى دى .

د کابل د امنيه قوماندان په وينا، د ياد شوي بريد له امله، چې  د کابل -جلال اباد لويه لار د خلکو پرمخ تړل شوې وه ، بېرته پرانيستل شوه.

په سيمه کې د پژواک خبريال وايي ، چې د بريد له امله يو شمير هټۍ زيانمنې شوي،  خو تر اوسه خلکو او يا هم سيمه ييزو چارواکو د ماليي زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.

د سروبي د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې له يادې پېښې ورته  ٦ ټپيان او يو جسد ور وړل شوي دي.

خوسرچينې د وژل شوي او ټپيانو په اړه نور جزييات ورنکړل .

طالبانو د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې ډله ييز بريد کې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

 

 

Related Topics