کندوز (پژواک ٣ کب ٩٢): د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې درې پوليس د يوې چاودنې له امله، چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت لپاره يې عمليات تر سره کول، وژل شوي او دوه نور پوليس او يو ملکي وګړى په کې ټپيان شوي دي.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، دغه ماين نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه د ايشان توپ په سيمه کې د پوليسو مخې ته چاودلى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې چاودونه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى.
حسيني زياته کړه، نن سهار يې په خان اباد ولسوالۍ کې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت د ټينګښت په موخه چاڼيز عمليات پر لاره اچولي و او دغه ماين هغه مهال وچاودېد، چې پوليس د ملي امنيت او اردو ځواکونو سره په ګډه پر عملياتو بوخت وو.
د هغه په وينا، تر دې مهاله د ايشان توپ کلي په ګډون پنځه کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، تر دې مهاله نه ده څرګنده، چې دغه ماين به د چا له لوري ځاى پر ځاى شوى وي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوى دغه ماين ته له لرې چاودنه ورکړې او په پايله کې يې شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP