کندهار ، ګردېز ، چاريکار( پژواک، ٥ کب ٩٢ ) : په کندهار او پکتيا ولايتونو کې زرګونو تنو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي او په پروان کې د استاد سياف په ملاتړ غونډې جوړې کړې.
د ټاکنيز کمپاين له پيل راهيسې په کندهار کې دا لومړۍ کمپايني غونډه ده، چې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ وشوه.
غونډه د کب په ٥ مه، کندهار ښار په تاج محل سالون کې جوړه شوې وه، چې له کابله ورته د ولسي جرګې استازي حميدزى لالى او عبدالجبار قهرمان راغلي وو او له زرو تنو څخه زياتو نارينه وو او مېرمنو پکې ګډون کړى و.
غونډې ته د ولسي جرګې غړي حميد زي لالي د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ خبرې وکړې او ويې ويل، هغه د ولسمشرۍ لپاره تر ټولو غوره کانديد دى، ځکه چې د اوسني نظام دوام غواړي او د بدلون او اصلاحاتو لپاره هر اړخيز پلان لري.
هغه د اوسني حکومت له نيمګړتياوو او فساد څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل : (( چې که غواړو له فساد سره مبارزه وکړو او افغانستان د فاسدو هېوادنو له نوملړ څخه باسو، نو بايد اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړو او هغه ارګ ته ورسوو.))
د ولسي جرګې بل غړي عبدالجبار قهرمان هم اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ د کانديدانو تر منځ وړ او غوره کانديد وګاڼه او ويې ويل، چې هغه د نړۍ په کچه مفکر دى او د ستونزو د حل په موخه جامع طرحه او تګلاره لري.
هغه زياته کړه: ((په هېواد کې ٤٠ کاله وينه تويه شوې، وينه په وينه نه مينځل کېږي، موږ بايد داسې زعيم ته رايه ورکړو ، چې لاسونه يې پاک وي، د متحد افغانستان لپاره کار وکړي او د سولې او يووالي لپاره کار وکړي.))
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې وويل، د دوى مخالفت له هغو جنګسالارانو څخه دى، چې اوس هم جنايتونه او جرمونه تر سره کوي، خو له هغو سره مخالفت نه لري چې په خپلو تېرو کړنو پښېمانه دي.
د کندهار ولايت د سولې شورا د دارالانشاء رييس محمد عمر ساطع هم په دغه غونډه کې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ او هغه يې له دې امله چې د ستونزو د حل او د سولې او ثبات لپاره طرحه او پلان لري، غوره کانديد وګاڼه.
په کندهار کې د سولې غږ کاروان په نوم د ټولنې مشر احمد شاه سپر هم د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې هم له هغه ملاتړ کړى او دا ځل يې هم ملاتړ کوي.
تر دې وروسته په کندهار کې د بېلابېلو قومونو لکه (کاکړو، سيدانو، اڅکزو او نورو) مشرانو په خپل وار له اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان کاوه.
تر غونډې وروسته په کندهار ښار کې د ډاکټر اشرف غني احمد زي د کمپاين دفتر هم پرانيستل شو، چې عبدالباقي نورزى د کندهار لپاره د کمپاين مسوول او د زون په کچه حبيب الله خان د کمپاين د مسوول په ټوګه وټاکل شول.
د يوه بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې هم د يوې پراخې لويې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي د کمپاين دفتر پرانيستل شو.
په دغه غونډه کې تر دوه زرو کسانو ګډون کړي وو، پکې د ملي شورا غړو،پخوانيو واليانو او د ولايتي شورا غړو برخه اخيستې وه.
دغه راز په دې غونډه کې د اشرف غني د کمپاين د ټولو ولاياتو مسوول حاجي ظاهر قدير، هم ګډون او له ولسمشر کرزي يې مننه وکړه، چې تر اوسه يې ځان بې طرفه ساتلى دى.
د ولسي جرګې غړي ګل باچا مجيدي وويل ، چې ٩٠ سلنه خلک د اشرف غني د ملاتړ پرېکړه کړې ده او ويې ويل ، چې داشرف غني پلانونه د هېواد د ګټې لپاره دي.
نن د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د بل کانديد عبدرب الرسول سياف په ملاتړ هم غونډه وشوه.
ددغه کانديد د انتخاباتي کمپاين مسوول فريد احمد شفق وويل، چې په غونډه کې په سلګونو مخورو، سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړى. دوى استاد سياف ديني عالم او مجاهد او د ولسمشرى جوګه وباله.
يو تن ګډونوال مولوي سید ابراهيم صدیقي وويل: (( د بګرام خلک په شوق او علاقې سره له استاد سياف څخه چې له هيواد نه يې دفاع کړيې، ملاتړ کوي.))
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن