Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د ملي اردو سرتېرو مړي خاورو ته وسپارل شول

تالقان (پژواک ٦ کب ٩٢): د ملي اردو د ٩ سرتېرو مړي په داسې حال کې خپلو پلرنيو سيمو بدخشان او تخار ته لېږدول شوي، چې د هغوى کورنۍ د دوى د مړو د لېږد په برخه کې د نه پاملرنې له امله پر دولت نيوکه کوي.

 د ملي اردو ٢١ سرتېرو درې ورځې وړاندې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې ژوند له لاسه ورکړ او مړي يې پرون په سردار محمد داود خان روغتون کې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوى کورنيو ته وسپارل شول.

د دغو سرتېرو تابوتونه په ملي بيرغ کې نغښتي وو او د ملي سرود او پوځي درناوي په وړاندې کولو سره په کابل کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د دغو سرتېرو له ډلې يې څلور تنه د تخار او پنځه نور يې د بدخشان ولايت اوسېدونکي وو، چې مړي يې له کابل څخه تخار ته لېږدول شوي او ټاکل شوې، چې د نورو مړي يې نن بدخشان ته ولېږدول شي.

 د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد څلور سرتېري د خواجه غار، درقد، ينګي کلا او چال ولسواليو اوسېدونکي دي او د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې يې د ملي اردو په ليکو کې خپله دنده پر مخ وړه.

 هغه زياته کړه، د دوى مړي پرون د ملي اردو د چورلکو په وسيله د تخار مرکز د تالقانو ښاروالۍ چمن ته لېږدول شوي نن خپلو ولسواليو ته ولېږدول شول او د دولتي چارواکو، قومي مشرانو، ديني علماوو او د هغوى د خپلوانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول.

 تيمور وويل، چې په دغو مراسمو کې د تخار د والي پيغام هم ولوستل شو او د قربانيانو کورنيو ته يې د صبر غوښتنه کړې ده.

 خو د قربانيانو ځينې خپلوان، د دوى ولسواليو ته د سرتېرو د نه لېږد له امله دولت پر بې پروايۍ تورن کړ.

 د يوه سرباز د کورنۍ د غړو له ډلې قطب الدين وويل: ” زه پخپله غريب سړى يم، چال ولسوالۍ ته ليني موټر يوه مړى په دوه زره افغانى وړي، خو دولت له موږ سره په دې برخه کې هيڅ مرسته ونه کړه.”
 هغه څرګنده کړه، چې ورور يې له تېرو دوو کلونو راهيسې په کونړ ولايت کې د ملي اردو په ليکو کې دنده تر سره کوله او زياته يې کړه، خو د سيمه ييزو ستونزو له امله د خپل ورور جنازه له نورو يو شمېر خپلوانو سره خپلې ولسوالۍ ته لېږدوي.
  نوموړي په داسې حال کې، چې ژړل يې او د خپل ورور تابوت يې پر اوږه ايښى و، د وسله وال مخالفينو دغه عمل وغانده او له حکومته يې وغوښتل، چې د دغو سرتېرو غچ له وسله والو واخلي.
 خو د تخار د والي وياند وويل، چې د درېيو سرتېرو مړي د ملي دفاع وزارت د چورلکو په وسيله د ولسواليو مرکزونو ته لېږدول شوي او د چال ولسوالۍ د هوا د مشکلاتو له امله د نوموړي سرتيري مړى د هغوى د خپلوانو له لوري، ولسوالۍ ته لېږدول شوى دى.

 دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسمشر کرزي، د کابينې په غونډه کې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د دغو ٢١ سرتېرو په وژل کېدو ژور خپګان څرګند کړ او د دفاع وزير ته يې په ټينګار سره دنده وسپارله، چې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست په مرسته د دغو سرتېرو له کورنيو سره خپله خواخوږي شريکه کړي.

د کابينې په ناسته کې د ملي دفاع وزير ته دنده وسپارل شوه، چې د جمهوري رياست او وزارت مرستې د قربانيانو پر کورنيو وويشي.

 ټاکل شوې، نن د نورو پنځو سرتېرو مړي هم د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښارته د هوا له لارې ولېږدول شي.

 د بدخشان د والي وياند نويد فروتن د دغو سرتېرو نومونه، د محمد اکبر، سيدالله، محمد صابر، فيض الله او رياض الدين په نومونو ياد کړل او ويې ويل، چې د دوى مړي به خپلو پلرنيو سيمو کې په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپاري.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.