مزار شريف، کابل (پژواک ٨ کب۹۲): په مزار شريف ښار کې د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ د ملي اردو د قربانيانو په ياد کې د مدني ټولنې د غړو او د ملي اردو ځواکونو له خوا شمعې بلې شوې.
تېره يکشنبه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو په بريد کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري ووژل شول، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې په يو شمېر ولايتونو کې په ياد يې لاريونونه او غونډې جوړې شوې.
د مدني ټولنې غړي او د دغه پروګرام يوه تنظيمونکي محمدجان اريا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د ملي اردو په ملاتړ راټول شوي او د قربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ ښودلو په موخه يې دغه غونډه رابللې ده.
هغه زياته کړه، چې دولت بايد د قاتلينو په پيدا کېدو کې جدي اقدامات وکړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د غونډې يوه بل تنظيموونکي بابر جرئت په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي اردو ځواکونه د هېواد ساتونکي دي او د دولت د غلطو سياستونو قرباني بايد نه شي.
ده زياته کړه، دولت د هغه چا لپاره د سولې دروازه خلاصه کړې، چې هره ورځ يې د پوځ سرتېري ورته وژني؛ دولت او په سر کې ولسمشر بايد د مخالفينو پر و ړاندې خپل دريځ روښانه کړي.
په دغه پروګرام کې د شمال زون ۲۰۹شاهين قول اردو يو شمېر افسرانو هم ګډون کړی وو.
د ۲۰۹ قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال حميد فاروقي هم په خپلو خبرو کې له عامو خلکو څخه مننه وکړه، چې په ټول هېواد کې يې د ملي ځواکونو په ملاتړ غږونه پورته کړل.
نوموړي وويل، چې ملي اردو سرتېري د افغانانو خپل بچيان دي او د هېواد د ساتنې په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
هغه همداراز وويل، چې مخالفينو د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې روحيه له لاسه ورکړې او د پرديو په اشارو او مرسته ناڅاپي او ترهګريز بريدونه کوي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم، په بلخ ولايت کې د معلولينو له خوا د ملي اردو په ملاتړ غونډه کړې وه.
د يو بل خبر له مخې، په کابل ښار کې هم نن د لسګونو مدني ټولنو د فعالينو له لوري د ملي اردو په ملاتړ ناسته ترسره شوه.
د ځوانانو د ارمان ټولنيز سازمان مشر حکيم الله صديقي په دې اړه جوړې شوې غونډې کې، د ملي اردو د سرتېرو وژل يې وغندل او د يادو قربانيانو له کورنيو سره همدردي وښوده.
نوموړي له حکومته وغوښتل، چې د يادو سرتېرو وژنه له ديپلوماتيکو لارو تعقيب کړي او دغه راز دې د امنيتي ځواکونو د وژل شويو کسانو په نوم يو ښارګوټى جوړ کړي او د قربانيانو کورنيو ته دې په کې کورونه ورکړي.
هېره دې نه وي، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې هم د مدني ټولنو لسګونو غړو د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو په ياد شمعې بلې کړې وې او د ګلونو ګيډۍ يې ايښې وې
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن